د جنبش ګوند ځايی اربکيان

تخار کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د تخار د خواجه بها‌‌ءالدین ولسوالۍ سلګونو تنو د اربکیانو د ظلمونو پر وړاندې لاریون وکړ.

لاریون کوونکي چې په مرکز کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي و، په سیمه کې يې د اربکي قومندان ملک تاتار له چلنده شکایتونه کول.

دوی چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، له سیمې يې د اربکیانو د لرې کېدو غوښتنه کوله.

ملک تاتار چې د عبدالرشید دوستم نږدې کس بلل کېږي، په یاده سیمه کې د اربکیانو له مشرۍ نه په استفادې پر ګڼو جنایتونو تورن دی.

دغه قومندان د خواجه بها‌ءالدین تر څنګ په ماورای کوکچه کې هم خلک وژلي، تښتولي او پراخې ځمکې يې غصب کړې دي.

د اربکیانو پر وړاندې تر دې مخکې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې لاریونونه شوي دي، چې مرکزي حکومت يې اړوند کوم ګام نه دی اوچت کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو بنسټ کېښودل شو، چې له پرلپسې وحشتونو وروسته يې تېر کال ځواک صفر ته ښکته شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د