د اسمانه ښارمار رالویدلی!

لیکوال: عبدالجبار مطمئن

د فراه ښار په شمال لویدیځ ۲۰ کیلومترۍ کې یو اوږد او نسبتاً جګ غر پروت دی چې په محلي ټولنه کې یې (بوچه باران) بولي خو په تاریخي لحاظ) بي بي چه باران) لیکل سوی.

دا غر په ځان کې ښکلي منظري، ښایسته دري، څه ناڅه د شنو او کوثرو درختي او د اوبو ډک ډنډونه هم لري چې تر ټولو مشهوره دره یې د بي بي قبر په نامه یادیږي… هلته په حیرانونکي ډول له یوه ستر لاخ څخه د ۲ یا ۳ انچه په اندازه اوبه د کال په اږدو کې راتویېږي او یو خورا ښکلی آبشار تري لاندي سته چې د یخو او خورا خوږو اوبو ډنډ همتري لاندي جوړ شوئ او سیمي ته يې ځانګړي ښکلا وربښلي ده.

د ډیر پخوا راهیسي هلته ځوانان د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د میلو او ساعت تیري لپاره ورځي او د سترو کاڼو یخو سایو ته وختونه تیروي.

خو جالبه داده چې یو ناڅاپه د ولس ترمنځ آوازه سوه چې په بوچه باران کې یو غټ مار له اسمانه را لویدلی!!

لمړیو کې د ۱۰ او ۲۰ متره خبره کیدل په یوي اونۍ کې ږغ د ۵۰۰ متره اوږدوالي او ۱۵۰ متره پلن والي ورسید چې ان د شیوان کلي څخه له ورایه ښکاري!! ځینو خو دا کار د آمریکا وګاڼه چې ددوي په ژبه )غواړي بسلمانان تمام په تمام کړي)!!

چا ویل انسانان یې خوړلي او چا ویل رمي او ګورمونه یې غونډ تیر کړي، څوک وایې تر خولي یې د اور لمبي راوځي او څوک وایې نارینه نه خوري او د ورځي یوه پیغله انجلۍ خوري… څوک وایې لکه آس شیشنی کوي او ښځي بیا وایې کلمي هم وایې!! چا یې د فیلمونو د کتلو دعوي وکړي او ځینو فاسقانو بیا د ساده قوم د تیرایستلو په موخه صوتي فایلونه هم ډک کړل چې وایې په ما په خپلو سترګو ستر ښامار ولید…

موږ عجیبه خوش باوره مخلوق یو…؟!!

څومره ژر باور کوو؟!

دا ککري خدای پاک ځکه راته له مغزو ډکه کړي چېکله یوه خبره اورو نو لږ سوچ هم خپله پري وکړو… موږ بس سمدلاسه اوریدلي خبره بل چا ته کوو او ویره اچوو… په دي هکله د اسلام دین سپاریښتني خورا ښکاره او روښانه دي، رسول الله ص فرمایې: کفا بالمرء کذبا أن یقول کل ما سمع. توضیح: دد یو سړي د دروغجن کیدو لپاره دا بس ده چې هرڅه يې واوریدل، نقل یې کړي!!

داسي ښکرور دروغ په ډیرو ټولنو کې خپریږي، خو هرځاي چې د پوهي کچه لوړه وي یوازي یوه وړه دایره کې راڅرخي او بیا ورکیږي خو دلته له بده مرغه دومره د پوهي کچه ټیټه او ناپوهۍ ګراف دومره لوړ دی چې د یوي اونۍ په اوږدو کې د فراه د ښامار ږغ ان تر بادغیسه، قندهاره او قندوزه ورسیدی!!

قندهاریان بیا بیخي په زړه پاکخلک دي، لکه په ژوند چې یې دروغ نه وي اوریدلي، زنګونه یې خپلو فراهي سوداګرو او موټروانانو ملګرو ته کش کړي وي چې دا ښامار څنګه شی دی او ستاسو کوم خپلوان خو به یې نه وي خوړلي؟!!

څه موده وړاندي ږغ سو چې تور لړمان په زرګونو ډالرو خرڅیږي… خلکو شپه او ورځ یوه کړه او لړمان یې ټول کړل، پای نه خریدار پیدا سو او نه ډالر چا ولیدل، ټوله خوشي کیسه وه…

د روژي میاشتي لږ مخکي آن د ملایانو ترمنځ ږغ سو چې په اسمان کې سترګه لیدل سوي او ځینو یې سمدم پر واټس اپ انځورونه راواستول او د لاري چاري پسي په وارخطایې ګرځيدل!! خلک یې ډار ته اچولي وو او سخت وحشت یې خپور کړی وو…

څوکاله مخکي ځینو ویل پلانکی آغا صاحب پر ښامار سپور سوی او بازار ته تللی، والي او قومندان یې مخته ورغلي!! ډيرو ساده ګانو باور پري وکړ او د آغا صاحب دربار بیا د یوي مودي لپاره تود سو…

دوه کاله مخکي آوازه سوه چې په فراه کې داسي آغا پیدا سوی چې په خلکو یې سرطان ځاي پر ځای قی کړی او شلیان یې جوړ کړي… خلک له هرات، غور، بادغیس، هلمند، قندهار، ارزګان او آن د کابل او پروانه ورته راځغاستل د دور جو کلي ملا) دومره مشهور سو چې د کور شاوخوا یې بازار او هوټلونه خلکو جوړ کړل!!

بل ځل ږغ سو چې په شینډنډ کې یو شهید د شپي راځي خپل د مور او پلار سره مجلس کوي او د خلکو پټي هم معلوموي!!

نه پوهیږم تر کومه به دا خوار ولس په همدغو خرافاتو باندي غوليږي او د عقل په لاندي پوړونو کې به نور هم پاتي کيږي؟! الله ج دي زموږ دا اکثریت کم سواده مخلوق سواده داره کړي ترڅو د خپل رب، دين، مذهب، ایمان او اسلام په پيژندلو کې ښه وړتیا پیدا کړي او له دغسي خرافاتو هیڅ وډار نسي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صدیق
میلمه
صدیق

ډیره مننه په ریښتیا هم داسې بې ځایه آوازې ډیر خلک خپروي او بدون له دې چې عاقبت یې وګوری نورو خلکو ته یې هم خپروي او بله خبره دا چې ور څخه دفاع هم کوي. څو کاله مخکې زمونږ په ساحه کې د ډوډی په نامه یو شی د تور او شین چي د تعامل څخه جوړ کړل او بیا به یې ویل چې دا بي بي فاطمه ده او هر څوک یې چې په کور کې ولري نو الله جل جلاله به یې روزي پراخه کړي او ښځینه به ساتله او د شپې به یې د همدغه ډوډی… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

مطمئن صاحب! سلام علیکم. ښائسته لیکنه ده. دا ډول غولوونکی او اغواء کوونکی آوازې چه ډول ډول انګېزې هم لری د تاریخ په اوږدو کی په هره بشری ټولنه کی تر سترګو او غوږو شویدی. علم او جهالت دواړه نورو پدیدو غوندی نسبی دی. د فراه د ښامار کیسه او هغې ته ورته کیسې یا ووایم افسانې زموږ د ټولنی د پوهی د سطحی ښکارندوی دی خو دلته په مغرب زمین کی هم دا ډول افسانې چه په رسمی رسنیو کی خپریږی یا خپرې شویدی د غرب د ؤلسونو افکار او اذهان تسخیر کړیدی منتهی په بله بڼه او بل… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

کله چې زه د ښوونځي په ۸ ټولګي کې ومه، یووارې اوازه شوه چې دیوو هلک پلار له خپلې نګور سرره زناکړې او سر یې دخره شوی دی نو زمونږ دښوونځي ټول هلکان او د پوهنتون ډیر محصلین ددې سړي چې سر یې د خره شوی دی نندارې ته د خوشلخان مینې خواته ور روان شوو نو کله چې هلته ورسیدو له پوښتنې وروسته راته ووېل شول (این جا بود بلې خو طرف چمن حضوري رفت) مونږ هم دساده زامن د چمن حضوري خواته ور روان شوو ، کله چې چمن حضوري ته ورسیدو نو راته ووېل شول ( همينجا… نور لوستل »