شعـــــرونه

شهيده مدرسه!

شاعر: عبدالقديم نظام

تورږمۍ ده او تياره ده، يو ډېوه درسره راوړه

رڼا نشته توره شپه ده، يو ډېوه درسره راوړه

ها چې لوټې لوټې ښکاري، هديره به وي د کلي!

که شهيده مدرسه ده؟ يو ډېوه درسره راوړه

څو شکېدلې سوځېدلې، پاڼې خاورو لاندې ښکاري

چې قرآن که سيپاره ده؟ يو ډېوه درسره راوړه

جومات ړنګ إمام شهيد دی، نه ممبر شته نه محراب شته

چې په کوم لوري قِبله ده؟ يو ډېوه درسره راوړه

د دردونو تورتمونو، سباوون د هيلو وړی

د ماتم فضا خپره ده، يو ډېوه درسره راوړه

دې وران کلي کې نظامه، رانه ورکه شوله لاره

نابلده منطقه ده، يو ډېوه درسره راوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx