بغاوت

اسد الله رزین

د انساني ژوند هر اړخ د بغاوت لنداره وړاندي کوي ، له انسانیته د سکون شونتیاوي ور ټولوي ، د نا هیلیو په سوځونکي بیابان کې ټول پاته سیوري لرونکي نیم ځانه دیوالونه ورته نړوي. د سمې پریکړې واک ځنې اخلې، د همت په ملا تیر یی د تبرګې ګزارورکوي ، له یوه لاسه د ټک په ویر ویرجن ، د شک اوګومان په چولاونو اوخوسا ډنډونو کې اوسیږي. دخیربیخې تصورنسې کولای ، عقل یی د ورکې لارې ګورې، په انساني لونړۍ کې د سلا لپاره هیڅوک نه پیژنې ، ویره یی په حواسو سپره او اندامونه یی ریږدي، ددوستې اوخپلوي خیالونه یی د تربور ګیلوې او دښمني په دوړو سپیره وي، له ستونزو سره د مخامخ کیدو وس یی ناوسه او له لاس ترزنې کینستو سره لوبیږې. د نابلدو زیانونو لارې څارې، نه داوسیدو زغم او نه ورته وړ سیمه لرې. د پیژند ګیلوي مراندې یی شیبه په شیبه سستیږې اولنډیږې. د کاروبار خوند یی د خولې ترخوند هم بیخونده وي. د پرد یسې ټولې لارې یی د کړکیچونو په کلا بندی کې او د شپې اوروځې یی زړه ور خوري.

د سرغړونې دا ربړونکې څپه چې له بدو پا یلو یی په چیغو، د ژوند دنیا یی ګډه وډه کړې اود لویی تبا هې پولو ته یی ور نیژدې کړې یواوتری د تیښتې هیڅ لوری هم نه لرو. ځکه چې په ټول ژوند را ګرزیدلې اود ژوند هرلوری یی تربل ډیر زیانمن کړی، اوله پرله پسې یرغلونویی د سر پورته کولو موکه نه سوای موندلای.

د بغاوت ناورین اوس د کور د ننه حالت تر شدیدو یرغلونو لاندي راوستی ، کورنی ژوند د دار په تخته بدل او ټولې سترګې د پړې د را ځړیدو لورته ورکږې اوتری د اغواسوی اطاعت په دردونو کې سهار بیګا کوي.

پلار د پلرنیو چارو په سرته رسولو کې پا ته راغلی، پلرنی حیثیت یی تر پو ښتنې لاندې دی، د بغاوت منګولې اوس د پلار ستوني ته ور رسیدلي اود پلرني ذمه واریو د سرته رسولو واک یی تری اخستی، په پلارتوب یی چاپه لویدلې. یا د بغاوت په چوپړ کې لګیا ده اویا له پلرني کیفیته چورلټ خالي د یوه اضافي او بې اغیزه موجود په څیرپه کورکې د ذلت او خوا شني وخت تیروي.زوی اوس ډیر ترپلار مشراو پلار یی د بغاوت په حکم جبري استعفاء ته اړ ایستی او نور د لومړۍ انسا ني ادارې د اوډلو یا تنظیم جوګه نه ده، نوځکه له دی ایسته کور کورنه بلکې د بغاوت د دودولو او ټولیز کولو کوم بل داسې دفترده چې هلته هیڅ ډول قید ، اخلاقي پولې او انساني ارزښتونه په نظرکې نسې نیول کیدای . اوپه بشپړ ډول سره د یوې بی بندوباره حیواني آزادې منظر سترګوته وړاندې کوي.

بغاوت لګیا ده د ښځې په سر لاس ور تیروي، نازوې یی، ارزښت ورته قا ‌ئلیږي. دحقوقو په نامه یی ټولې شونتیاوي کاروي، د لما نځنې روځې ورته ځانګړې کوي، د ژرغولیدو له کمزوري یی ناروا ګټه اوچته وې. او د نارینه په وړاندي یی دریدو ته را بولې، خو د مظلومیت په دلیل نه بلکې ددی لپاره چې بغاوت هم پوهیږي چې په ښځه کې ادارې واکونه یا صلاحیتونه کم، نه په کور اونه هم له کوره بهر د نظام د چلولو وړتیا لرې اونه بسنه کوې، نو ځکه بغاوت د بغاوت د دودلو لپاره ترډیره بریده ښځه کاروې. دا یواځې د نن خبره نه بلکې په ټول انسا ني تاریخ کې یی ښځه دوکه کړې، له خپل ښځینه خټې یا فطرت سره یی په جنګ اچولې، د لوبکۍ په څیریی د نارینه په لاسو کې لوبه ولې، د هغه د ناروا حیواني غوښتنو تسل یی پری کړی، ورته لوڅه کړې یی ده، په ډول ډول پلمو یی له کوره ورته را ایستلې، د حق تر سرلیک لاندي یی له ټولو ښځینه انساني حقوقو بی برخې کړې او د سپکو ټول ډولونه یی پری لورولې دي.

تاسې د بغاوت او نړیوال کفر تاریخ در واخلی اوبی له پلوي توبه یا بی تعصبه یی د ښخې په باره کې در وګوری.

زما په آند به هرومرو پکې پیدا کړی چې دوی اوپلرونو یی ښځه په هره زما نه ، هرمقام او کچه کې یواځې او یواځې د لاندې دوو موخو لپاره کارولې اواوس هم: ۱- شهوت پارول. ۲- شهوت قانع کول.

ټوله کفري نړۍ اوپه مسلمانانو تپل سوي حکومتونه او رسنۍ یی لګیادې چې په ځانګړي ډول سره په مسلمانو هیوادونو کې ښځینه رول تر خپلو خټه ایزو یا فطري پولو واړوې. اود فساد د ترویج زړه پری ښاد کړي.

همدغه دلیل ده چې نن مسلمانه مورهم د بغاوت په لومه کې تپه او د بغاوت په توشولو او دودولو کې اوږد لاس لري. اوپه باره کې یی د سړي یا میړه ،هلکانو او نجونو مټي ورکی کا ږي ترڅود خیالي پرمختګ په هیله چې پخپله بغاوت ده ترچا وروسته نه وې پاته سوې.

د نجونو او هلکانو له حیا لري او ناروا غوښتنو ته چې بغاوت یی د تجمیل پنامه ورپیژنې په هو سره ځواب وایی اوله کوره د وتلو حوصلې یی ور لوړوې.

بغاوت یواځې د کورپه تباهي نه ده قانع. د بغاوت د دفتر کړاوو او په وینه کې ځواک یعنې هلکان چې د بغاوت د دفتر اصلي غړي او ډیری یی اوس د رکنیت کچې ته هم پکې رسیدلې دي. په ټول ځواک اوهوس بیله دی چې د چا خیال یی سا تلی وي د بغاوت شرمونکې اوژوندی بیلګې وړاندې کوي. اود یادو فتنو د ویش په منډو ترړو لګیا وي.

اوچې کوم مهال یی زړه وغواړي د بغاوت په چوپړ کې ستړی ستومان کورته راستنیږي. او د بغاوت په اندیښنو کې د خوب ورته تیار سوي بستر ته ور ګرزي. سهارهم په سړه سینه بغاوت ته په مننه کې را پورته کیږي. مخ مینځي د مارکیټ او موډ له غوښتنو سره برابر ورته پا کې سوې هندارې ته مخامخ د فیشن حکم په ځای کوي.اوپه ځانګړي ډول سره د سرد ویښتانو د ویش اوحلقه بندې ډیر ډیر خیا ل سا تي چې مکړه ایخوا دیخوا نه وي. اوکله چې له شیشې سره ټول اکټونه ، سترګکونه،ځان جوړول، ځان پړسول اوله بغاوته سره وړ نورې شوخیانې پای ته ورسیږې. بیا نو د مورپه جار اوجو کې د ناشتې کوندرې يا دسترخوان ته ور درومي. خویندې هم په ډیر هوس یو تربل سره تیریږې ترڅو د ورورک د نوازش وړ او د بغاوت د نورو ډیرو ډالیو هیلې یی ورپوره کړې.

هلک نور کورنیو اصولو ته نه مسئولیت لري او نه هم مکلفیت. ځکه چې هغه اوس یومخ دبغاوت په واک کې، د بغاوت نقال او ژباړن ده. هغه اوس د بی بندوباره اوخپل سرې دموکراسې په دام کې تپ د شیطاني نظام د را منځ ته کیدو ټینګ بلونکی او د انسانیت د تباهي تبرګی دی.

هغه اوس په دودیزو پولو کې نه راځي، نا سمې یی بولې، ناروا یی ګنې، د فکري او بدني ودې په لاره کې یی خنډ نوموي، نور دا تهدید اوزور ګویی ورته د منلونه ده . د بغاوت ورته په اعلان سوې آزادې کې اوسیدل غواړي نه په ځولنو کې پاته کیدل.

هغه اوباما ته شاباسي وراستوي چې په سپینه ما ڼۍ کې یی د بغاوت دره ناوی وکړچې:

لوریی د ناروا جنسي اړیکو په پایله کې بلاربه سوه.

په هلکانو یا ځوانانو کې هم د تیروتني صلاحیتونه په کوټو کوټو پراته. او ډیری یی په احسا سساتو تکیه او باور لري. هغه ده چې بغاوت یی کمزوري په نښه کوې او د خپلو شیطاني ګټو دوزخ ته یی ور ټیل وهي. اود بغاوت امربر اشرف غني هم ډیری په یاده حربه د زلموټو غیرتونه اوضمیرونه ورټپي کوي.

نجونې هم د ورورک په مټه د بغاوت له مارکیټ سره په ټینګه اړیکه کې اوسې. اود روځنې مشغولا ډیری برخه یی د بغاوت په خیال پلاؤنو کې تیریږې. او هڅې روانې وې چې باید په هر ګام او د سترګو په هر رپ کې د بغاوتي نزاکتونو او آداګانو پوره پوره خیال وسا تل سې تر څو د بغاوت په ډګر کې د پا ته کیدو له مخ تورې سره مخ نسې.

ډیری مهال یی له آینې او شا نې سره تیریږې. د اړینو ښځینه زده کړو او عزت پروا نه لري. د لوڅو ته ورته جامو د پلورلو، جوړولو او اغوستلو شوق یی لیونی وي. د بغاوت په لړ لیک کې ډیری هیلې یی پوره سوې. او د بغاوتي ما رکیټ ښکلا یی ښکلا ته ښه راغلی وایی.

د هلکانو د پام ور اړوني واګې یی په لاس کې. او انسا نیت سوځونکي هلې خلې مخ ته بیایی. د بغاوت یادې څپې یواځې هلته نه پا تیږې . اوکلیو او با نډوته هم ځان وررسوې. اوس نیژدی نیژدی وررسیدلې او نور دروازو ټکولو ته لاس ورغزوي.

روان دودیز ژوند هم د بغاوت په جال کې را ګیر او لګیا ده خپل دودیز څرنګوالی ترپښو لاندي کوي. ټولې یا ډیری نا ستې پا ستې یی په رنګ کې رنګیدلې، د اړیکو لړۍ د شلیدوپه پله پل ږدي، خپل ارزښت با یلي او د بغاوت د ارزښتونو په لمن کې سا ورکوي. یواو بل ته د لاس ورکولو ښه فرهنګ تر میچنه لاندې دی. انسا نیت د بغاوت په حکم ځولانه سوی ، د شیطان اوشیطاني ځواکونو محکمې ته یی ور کشوي. او د انسا نیت په توریی غرغره کوي.

د مشرتوب حق اود ښه توب کچې یا معیارونه د شدید ګواښ په اندیښنو کې اوسې. د ژوند مفهوم د سخت خطرتر ګونډه لاندې د بی خوندې اوپه ټپه دریدو نارې وهې.او زړه سوی ته د اوسیدو مجال نسته.

د راکړې ورکړې دنیا هم د بغاوت په تیاروکې لاس تپوې، خود رڼا څرک یی نه ترسترګوکیږي. نه خوله خوږیږې اونه جب ډکیږي، پیرودونکی هم ستړی اوپلورونکې هم ، دواړه له ځا نه سره یوبل په چل محکوموي، نه امن سته اونه آمین.غش اوتقلب د را کړې ورکړې رنګ، اوباور ډیر لري هم ځا ن نسې ښکاره کولای. رښتیا چیرته پټه او دروغ غوری وهي. ارزښتونه ما دې سوې، اړیکې ، مناسبات اوقرابتونه هم په هغه مدارراچورلیږي. د وخت ډیری برخه په خواشیني اوغاش چیچي کې تیریږي. ناروغي ډیره. دوا او ډاکتریی حوصله افزایی کوي. د هرچا خوښه پنا، خلوت ده. د نیستې ویره د هرچا ویره ده. خواشیني د خوب خوند هم ور بدل کړی دی. خوشا لي د هرچا له یاده وتلي. او دومره سره نا بلده سوی چې د چا یادیږې هم نه.

د مسجد د عظمت منارې هم د بغاوت د اغیز په سیمه کې دې ، فضیلت ته یی ګوت څنډنه کیږې. د پیغام رسونې دنده سرته نه سوای رسولای، هسې شکلي شتون لري، د تیر برم په یا د کې مسجد نومیږي. نه د یو کړاوو یا فعال اوجها لت شکن مرکز په بڼه کې، ټولیز توب یی له اند یښنو سره مخ، د انسان جوړوني رول نه سوای ادا کولای. د خدای د کور وړتیا یی بایلې. د کوم میلمستون اویا د یو چا د شهرت په ودانه بدلیږې. او انسان یی ددغسې کیدو د ویرپه کمبله د بغاوت تا ړاکونه شمیري اوله خیرونو یی بی برخې کیږي.

مسجد نور د خپل مهال د روم او فارس امپراطوریوې نه سوای را نسکورولای. د انسان اوفطرت ترمنځ د روغې وس نه لرې. هغه مسجد چې ژوند یی نعمت اوخوند بللای سوای نسته، د وحی د نزول د اعلان هغه کور چې انسان یی د جهان د اوبادولو وړ وباله اوله تیارو یی راویوست. د حق اعلان اوترهغه جاریدل یی ورته د ایمان رڼا په ګوته کړه کومه ده. زموږ مسجد خواوس د یوه واړه کلي د جوړیدو وس نه لري. هغه مسجد چې دعزت جذبی یی کرلې او د اخلاقو نړۍ یی سمسوره وله ولې نه را ښکاریږي. هغه مسجد چې بغاوت ته یی ما تې ورکړه اود بیا سررا پورته کیدوجرئت یی ځنې واخست ولې له موږه په کډه کیدو اړ ایستل سو. هغه مسجد چې د ظلم پای اود عدل پیل یی اعلان کړچیرته ولاړ، هغه مسجد چې موږ یی د لار ښوونو په رڼا کې سره وروڼه ؤ ولې د بغاوت بغیی ته وروسپارل سو.

رښتیا خبره داده چې موږمسجد له لاسه ورکړی ده. هغه مسجد چې د بغاوت د ورکې لپاره یی مد ینې ته په لاره کې راته جوړ کړ. هلته بغاوت د بلوغ ترپولو اوښتی ؤ. عمرونه په واک کې پاته سوی بغاوت ؤ، ټولواک بغاوت ؤ، د هرڅه کولو اوږده لاسونه یی لرل، هلته د بغاوت په حکم هرې قبیلې خپل اړوند له خټو جوړ سوي بت ته تندي لګول. اوهلته ژوندون د جنایتونو ټولګه ؤ چې:

منادي د مسجد له منارې پخپل ملکوتي آواز کې خپله پریکړه دارنګه اعلان کړه:

اشهد ان لا اله الا الله.

اوریدونکو پریکړه واوریده . پوه سؤ. اوویی منله چې دا پریکړه له ځانه سره څومره خوږه او له عظمته ډکه معنی لري.

بلنه بی درنګه زړو ته ننوته. انساني ضمیریی وښوراؤ، احساس یی را بیدار اورا ولاړ کړ.

دداسې اوښتون پیلامه وسوه چې: انسا نیت یی د هیر وس نه لري. اوتراوسه لا ورته ګوته په غاښ ده.

ځو،هغه د پولو انقلاب نه ؤ،هغه په زور انقلاب نه ؤ، هغه د وینو انقلاب نه ؤ، هغه د سرونو انقلاب نه ؤ، هغه د تاج اوتخت انقلاب نه ؤ، هغه د غلام جوړوني نه د غلام آزادوني انقلاب ؤ، هغه د ځان ښوونې کبراو غرور انقلاب نه ؤ، هغه د تقوی انقلاب ؤ، هغه د تواضع انقلاب ؤ، د هغه انقلاب قا ئد د فتحې په لیخکې کې هم خپل خا لق ته د بښنې لاسونه پورته کول. هغه د عفوی انقلاب ؤ، هغه د فرانس اوروس انقلاب نه ؤ، هغه په انسان د رحم انقلاب، هغه د انسان په کار اواړین انقلاب ؤ، هغه د انسا نیت انقلاب ؤ، هغه فکري انقلاب ؤ، اویوازي هغه انقلاب ؤ.

له انسانه انسا نیت ورک ؤ ورپیدا یی کړ، انسان د خپل مهال د سرداري نظام د بد ما شانو د شیطانی هیلو شومه ؤ. نجات یی ورکړ. او انسان د نن په څیر د نړیوال استکبار د وحشت او دهشت په منګولوکې لوبیده پخپله له مینې ډکه غیږ کې یی ځای ورکړ.

که هغه پتمن انقلاب سپین انقلاب و نومول سې رښتیا به مو ویلي وي. له دی کبله چې د انقلاب عظمت او د ځانی او ما لي تلفاتو شمیره هډو سره د پرتلې وړ نه ده.

خو، نن سبا په هره سیمه کې په لسګونو مؤذنان هغه د شهادت کلمه کومې چې د بغاوت د خرمستي په مهال کې سپین انقلاب انسا نیت ته ډالۍ کړی ؤ. د مسجد له لوړو لوړو منارو، د عصري تخنیک د ما ډرنو او بلکل مجهزو لوډ اسپیکرونو په واسطه سلګونو مسلمانانو ته ور اوروي، خوپه ډیر افسوس سره نه انقلاب راوستلای سې، نه د شیطاني ځواکو نو د بغاوت په وړاندې حسا سیت را پیدا کولای سې. اونه هم شته حسا سیت را پارولای سې.

دا ځکه چې نه منادي پوهیږي چې څه وایی اونه هم اوریدونکي، خو که کله منادي پوه سو چې د چا پریکړه اعلانوي. چې په کوم ځای کې اعلان سوي وه. او اوریدونکو هم د اعلان موخه هغه ته ورته درک کړه لکه چې درک کړي یی وه، نو بیا به انشا ء الله هرومرو لومړی په موږ کې انقلاب راځې. موږ به هغه سې بد لیږو. او د محمد رسول الله(ص) له مبارکې خولې راوتلې پریکړه به موزړونو ته د ورننوتلو لار پیداکوي.

زما په آند زموږ شته حالت او کیفیت د انقلاب اویا سپین انقلاب د راوتو لپاره بسنه نه کوي. ځکه چې موږ او تاسې د یوې اوږدې او ستونزمنې مبارزې ژوندي ګواهان یوچې تراوسه پورې مو ډیر درانه ځاني اوما لي تلفات منلې اولا یی منو.

ټولې شونتیاوي اوآسانتیاوي مو و کارولې، د هجرت او کډوالي پړاؤنه او تکلیفونه مو وګالل، د لوږو او تندو ډیربیا با نونه مو شا ته پریښودل، د کونډو او بورو ډیر ساړه اسویلې اوپه ویر لړلی حا لت لا ګورو. د یتیما نو سره ګډې اوښکې او سلګۍ مو ډیرې ولیدې،

د مسجد ډیر کونجونه مو په پلا ستیکي پښو ډک کړل، په غاړه کې د پرتو ډیرو لاسو ښې لندارې مو وکړې، په ظلم له کاسو راوتلې ډ یرې معصومي سترګې مو ولیدې، دشهیدانوقافلې موپخپلو لاسو ترخاور لاندې کړې، د شهید مزارته د کونډو او یتیمانو بهیرلا ورروان دی. د شهید د پلار خوار اوزار حالت مو د ټولنې رنګ جوړوي، خو هغه هیلې مو لا نه دې ترسره سوې د کومو لپاره مو چې داهرڅه ومنل.

راځی چې خپل ویا ړلي تاریخ ته سم ور وګورو او د فتحو اصلي راز پکې ولټؤ، نوریی له ملامتې ځا نونه وژغورو، په ځا نوکې د هغه بدلون د را وستو همت او سهنه پیدا کړو. او د توبې د قبول هغه وره ته په ډله ایزډول سره نراو ښځې ور وځغلو چیرته چې د رحمت لوریدنه یقیني او د نجات لاره حتمي ده.

هلته بیا په رښتیا سره په انسان کې د بغاوت په وړاندې د بغاوت احساس زور اخلي.

او انشا ءالله موږ به هم محمدي (ص) شاندار او تاریخ ساز دبغاوت په وړاندې بغاوت ته په کتوکې د حاکم او نا با لغه بغاوت په وړاندې د بغاوت جوګه او مسیحي صهیوني بغاوت به د روم اوفارس د بغاوت پڅیرد ورکې په لارروان کړو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

بې له شکه د شهیدانو قربانی به د هر بغاوت مخکې اخرنۍ درس وګرځی او امت مسلمه به فند ترې واخلی انشاءلله دالله پاک په فضل کرم سره داده ظلم وختونه به شاهد وی موژ به نه یو ، مور به د لور په مینه نه مړیژی پلار به د زوﺉ په مینه نه مړیژی له مسجد څخه به د عبادت مینه خپریژی موژ به نه یو ، تله به د عمر تر نوم لاندې زنګیژی موژ به نه یو ، اسلامی دود او فرهنګ به د لمر غوندې غوړیګی موژ به نه یو ، ظلم به کډه وی بارکړې… نور لوستل »