fbpx

نړۍ کې درې سوه ملیونه خلک د هیپټایټس «زیړي» وایروس ښکار دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د جولای میاشتې ۲۸مه نېټه په نړۍ کې د هیپټایټس یا زیړي وایروس د مخنیوي لپاره نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په نړۍ کې دا مهال له درې سوه ملیونو خلکو څخه زیات په دغې ناوړه وایروس اخته دي.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې دا مهال نړۍ کې ۳۲۵ ملیونه خلک پر هیپټایټس وایروس اخته دي، چې له دې څخه یې ۲۹۰ ملیونه خلک (په ۱۰ کې ۹) نه پوهیږي چې دوی پر تور یا زیړ زیړي (هیپټایټس بي او سي) اخته دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې هیپټایټس B په اسیایې هېوادونو، افریقا، منځني ختیځ، مرکزي اروپا او د هند په نیمه وچه کې زیات موندل شوی، چې ویل کیږي پاکستان په هیپټایټس وایروس دویم ستر اخته هېواد دی، په همدې ډول دغه وایروس په افغانستان کې هم په لویه کچه موندل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان ادارې په وینا ددې وایروس له امله شاوخوا هره ورځ څلور زره کسان د مرګ په لور روان دي، چې په کال کې دغه شمېر له یو ملیون څخه پورته کیږي.

هیپټایټس څه ډول ناروغي ده؟

هیپټایټس دوه ډولونه لري، چې مونږ ورته تور زیړی  Bاو زیړ زیړی C وایو، او په طبي اصطلاح ورته هیپټایټس بي او سي ویل کیږي.

هیپټایټس يوه ساري وایروس دی چه په مختلفو لارو د يوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي.

ددې د انتقال یو شمېر لارې دي، ځکه چې د زیړي وایروس چاپيریال ککړولای شي، د ټپونو له لارې، د ناروغ غاښونو بورس، مسواک او د ږیرې خریلو وسایل کارول، چې د ناروغ کس په وینه ککړ شوی وي، او همدا ډول په یو شمېر نورو لارو زیړی انتقالیږي، خو باید وویل شي د زیړ زیړي په پرتله تور زیړی ډير سخت او ناوړه وایروس دی.

کله چې د زیړي وایروس بدن ته داخل شي، نو ځیګر کې ځای نیسي او فعالیت پیل کوي، چې د ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګندیږي، چې د ځیګر د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د