fbpx

امرخېل: امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې، ځکه خو غواړي له لرې پرتو سیمو ځان را ټول کړي.

امرخېل چې په یوه خصوصي تلویزوني بحث کې خبرې کولې، د امریکا له لوري هغه اعلان چې غواړي له لرې پرتو سیمو افغان ځواکونه را ټول او په ښارونو کې يې جمعه کړي د طالب ځواکونو بریا بللې ده.

هغه وویل له لرې پرتو سیمو د ځواکونو را ټولول دا ثابتوي چې امریکا طالب ځواکونه په رسمیت پېژني او دا په رسمیت پېژندنه دا ثابتوي چې طالب که په خبرو اترو کې پر هر ډول امتیاز ټینګار وکړي تر لاسه کولی يې شي.

Atiq_Amarkhel-s-s

عتيق الله امرخېل

دوه ورځې وړاندې نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې افغان عسکر باید له کلیو را ټول او په څو محدودو ښارونو کې متمرکز شي.

دفاع وزارت پرون وویل چې دا ستراتېژي دوی جوړه کړې وه او تیار يې د غور، غزني، پکتیا او فراه له ځینو سیمو ځواکونه د ښارونو لور ته سوق کړي هم دي.

که څه هم امریکايي چارواکو دا د ټرمپ د ستراتېژۍ یوه برخه یاده کړې، خو د دفاع وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش دعوه وکړه چې دا ستراتېژي دوی جوړه کړې ده.

جنرال امرخېل هم د رادمنش خبره ردوي او زیاتوي چې څوک د خپلو عسکرو د اکمال واک نه لري په اړه يې د ستراتېژۍ جوړول صرف یوه دعوه ده.

هغه د مثال په ډول وویل امریکا د افغان عسکرو تمویل، روزنه او مشوره پر غاړه لري نو که ووايي چې زه هغې پوستې ته اکمال نه کوم «ډوډۍ نه ورکوم، وسله نه ورکوم، څوک يې پر وړاندې درېدلی شي؟»

امرخېل ټینګار وکړ: «امریکا زموږ بادار دی، پر وړاندې يې هیڅوک نه شي درېدلی.»

دې پوځي شنونکي وویل امریکا له افغان حکومته غواړي ځان خلاص کړي، ځکه دې حکومت ته يې د بیا رغونې لپاره ۱۶۴ میلیارده ډالر ورکړل، خو هیڅ يې ونه کړل، په نظامي برخه کې يې هیڅ ونه کړل او نړۍ يې پر دې قانع نه کړه چې دوی د نړۍ په مرسته سم حکومت جوړولی شي.

د هغه په وینا دوی لا وړاندې ویلي و، چې د طالب د چريکي جګړې پر وړاندې د امریکا او افغان عسکرو جګړه یوازې خپل تلفات ډېروي، نور هیڅ نه شي کولی.

طالبانو په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي، خو د خپلې رسمي ویبپاڼې له لارې يې «د ورځې خبره» ترسرلیک لاندې په یوه تبصره کې پر کلیوال ولس غږ کړی او د بریا مبارکې يې ویلې ده.

تبصره کې پر کلیوالو سیمو شپني عملیات، چاپې او بمبارۍ یادې شوې او ډاډ ورکړل شوی «دا دی نن یې ستره ثمره او ډاګیزه نتیجه د سر په سترګو وینو، چې امریکا او ناټو په کومه شرمندګي او پیغور چمتو کیږي چې یوازې پنځه لوی ښارونه ټینګ کړي او هلته پناه وروړي، نور ولایتونه او سیمې په دې پلمه چې هغه محلي او کفرشکنه ځمکې او سیمې دي، درانه تلفات پکې ویني او نور یې شپه هلته نه سبا کیږي، ترېنه کډه کوي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د