غور: دولینه کې پنځو قومندانانو او ملګرو يې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د غور په دولینه کې د اربکیانو پنځو قومندانانو له خپلو لسګونو ملګرو سره وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو ملګري شوي دي.

د دولینه په خواجه ګان، سوخته، سلمین او نادانک سیمو کې د اربکیانو پنځه تنه قومندانان له شاوخوا ۶۰ ټوپکیانو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، قومندان ضیاءالدین، قومندان فضل احمد، قومندان محمد او قومندان عبدالولي په پورته یادو شویو سیمو کې فعالیت کاوه، چې د دوی د بلنیز کمیسیون په هڅو يې له جګړې لاس واخیست.

په یاده خبرپاڼه کې چې د قومندانانو په ګډون د تسلیم شویو کسانو لنډ شهرت هم ذکر شوی دی، ویل شوی چې شاوخوا ۵۶ میله سپکه او درنه وسله يې طالبانو ته سپارلې ده.

طالبانو د هغوی د تسلیمۍ په مناسبت غونډه جوړه کړې وه، چې پکې «یادو قومندانانو دخپلو ټولو ملګرو په نمایندګۍ کلک هوډ څرګند کړ چې نور به د ژوند ترپایه د اسلامي امارت مجاهدینو همکارۍ ته دوام ورکوي او په دې لاره کې به له هیڅ نوع قرباني دریغ ونه کړي.»

د غور ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو تېره ورځ د هېواد په جنوبي ولایت پکتیا کې هم د ۱۸ امنیتي منسوبینو د تسلیمۍ خبر ورکړ.

غور کې اربکي قومندانان په داسې وخت کې وسلې پر ځمکه ږدي، چې د ملي دفاع وزارت د امریکا د ستراتېژۍ موافق له لرې پرتو سیمو د امنیتي ځواکونو د راټولولو عملي ګام اخیستی دی.

د دفاع وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش پرون ځينو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په غور، فراه، غزني او پکتیا کې يې له پراخو سیمو پوستې را ټولې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د