دوستم د معاملې د عملي کېدو لپاره ارګ ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): جنرال عبدالرشید دوستم له محمد اشرف غني سره د کړې معاملې د تطبیق لپاره ارګ ته تللی دی.

هغه نن تر غرمې وړاندې د سرور دانش او عبدالله عبدالله په ګډون له محمد اشرف غني سره ولیدل.

هشدارخبري بنسټ دوستم ته له نږدې سرچینې څخه وايي، چې نوموړی له محمد اشرف غني سره د کړې معاملې د عملي کېدو اړوند خبرې کوي.

د سرچینې په وینا په دې لیدنه کې له معاملې سره سم د دوستم د ټوپکوال نظام الدین قیصاري د خلاصون، دوستم ته د لومړي مرستیال په توګه د واکونو بېرته ور سپارل او په شمال کې تصفیوي عملیات د بحث اصلي ټکي دي.

ارګ هم پخپله رسمي پاڼه د دې لیدنې پخلی کړی خو لنډي يې لیکلي، چې دوی «د هېواد د مهمو مسائلو په اړه خبرې او بحث وکړ.»

دوستم وروسته له هغه له حکومته زړه تورن شو، چې دواړه مشران يې د واک په انحصارګرۍ تورن کړل، پخپله ډېر وخت په شمال کې د جګړې په لیکو کې بوخت شو.

دوستم د احمد ایشچي له جنسي ځورونې وروسته د درملنې په نامه ترکيې ته پښې سپکې کړې، چې نږدې څورلس میاشتې وروسته څو ورځې وړاندې کابل ته را ورسید.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د