انیسه رسولي

اشرف غني د سترې محکمې لپاره رد کړل شوې مېرمن، بیا معرفي کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د سترې محکمې د غړیتوب لپاره یو ځل بیا هغه مېرمن معرفي کړې چې وړاندې رد شوې ده.

انیسه رسولي چې درې کاله وړاندې د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوه، خو د تایید رایې يې خپلې نه کړې.

محمد اشرف غني پرون، یو ځل بیا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره انیسه رسولي او عبدالشکور مهجور ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

انیسه رسولې شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري، په پروان کې زېږېدلې او له کابل پوهنتون څخه له فراغت وروسته يې له «دانشګاه ازاد اسلامی ایران» څخه په جرم پېژندنه کې هم اسناد اخیستي دي.

ستره محکمه نهه غړي لري چې د ولسمشر له لوري له معرفۍ او د ولسي جرګې له تایید وروسته پر دندو ګمارل کېږي.

د دې نهو تنو له ډلې درې تنه د څلورو کلونو، درې نور د اوو کلونو او درې نور بیا د لسو کلونو لپاره دندې پر مخ وړي.

درې کاله وړاندې د ولسي جرګې له لوري د انیسه رسولي تر رد وروسته د ښځینه حقونو فعالانو او د پارلمان ښځينه غړو دا پر ښځو زور زیاتی او تعصبي چلند وباله.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اسلام د سپیڅلی دین او ښځینه فطرت له مخی ښځی د کور دننه او نسبی اسانو او نارینه د کور د باندی او نسبی سختو کړنو او دندو د پاره اړتیا او وړتیا لری د بدلون په صورت کی ډیری ګډودی او فتنی رامنځته کیږی او د پرمختګ مخه نیول کیږی او ځینی دندی خو داسی دی چه نه بدلیږی. همدارنګه د ښځو حسن د نارینه وو د نزدیوالی یا جاذبیت سبب کیږی او حسن درجی لری د ډیر حسن ښځه د هر نارینه خوښیږی او د شیطانی وسوسو له مخی یی د خپلولو هڅی کوی او دهر ډول… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سلام علیکم. دلته په یوه ظرف کی دوې بېلی بېلی مسئلې مطرح شویدی. لومړی: د ښځی فزیکی او روحی توان او قدرت دوهم: دا چه ولی افغانستان غوندی هیواد ته په اوسنیو شرائطو کی د ښځینه قاضی پر استخدام او یا نه استخدام ټینګار کیږی؟ که بې ادبی نه وی زه به د بیانزی صاحب دا خبره ونه منم چه ګواکی ښځینه جنس د فکری کارونو د انجام او سر ته رسولو څخه عاجزه ده. ښځه هم یو قوی او په عین کی یو ظریف موجود دی، کولای شی چه د ټولنی ډېری چاری مخته بوځی.په تعلیمی ډګر کی هم… نور لوستل »

عظیمی
میلمه

اسلام علیکم!
زه د هر چا نطر ته احترام او غواړم خپل معلومات در سره شریک کړم.
تاسو د د ښځی د قضا په هکله لومړی د فقهی مسايلو کی د نه بحث او بیا د ښکاره نص د نه شتون یادونه کړی ده په دی هکله د کندهار پوهنتون د شرعیاتو یوه استاد مکمل کتاب لیکلی دی هغه که وکتل شی نو ښکاری چی ښځه قضا نه شی کولای.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! مخکی له دی چه د ښځو د فزیکی جوړښت او وړتیا په اړه زه څه ولیکم، دروند ورور عظیمی صاحب تاسی ته د کندهار د پوهنتون د شرعیاتو استاد د یو کتاب د ښځو پوری اړینو معلومات ریفرنس لیکلی تاسی کولای شی چه په اړه یی معلومات تر لاسه کړی مونږ هم چه پورتنی تبصره کی عمده څه لیکلی، کیدی شی د اروپایی تمدن ( نظم نوین جهانی ) له مخی د منلو وړ ځکه نه وی چه د نظم نوین جهانی ( دموکراسی ) حلال او حرام سره سرچپه… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

ورور جانه! ما هم ندی ویلی چه ښځه د قضاوت اهلیت لری یا نلری بلکه دا می ویلی دی چه د قاضی پتوګه ددې مېرمنی د ګومارلو د نیت او ارادې شاته نوری مرموزی کیسې پرتې دی او په ضمن کی می دا هم لیکلی چه د ښځی د حقوقی او قضائي زده کړی د تحریم په هکله کوم صریح نص نشته دی، دې ټکی ته باید پاملرنه وشی چه ( زده کړه) او ( شُغل) دوې بېلی مقولې دی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

غ حضرت صاحب ! زه باور لرم چه تاسی متدین او الهی نظام پلوی یاست دموکراسی او سکولریزم نه خوښوی کوم چه د نظم نوین جهانی له خوا د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره په کار اچول شوی لکه مونږ مسلمانانو چه د اسلام په شروع کی د اسلام د خپرولو د پاره هلی ځلی او جد و جهد درلود دوی د دموکراسی د پاره( د یو نړیوال دین او نظام په حیثیت ) د زر. زور او تزویر په مټ هلی ځلی لری . هماغه چه مونږ مسلمانان وایو یا ویله چه [ اسلام کی خو… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

الحاج بیانزی صاحب! متقابلاً و علیکم السلام. وروره ډېر پېچلی بحث دی رامنځته کړیدی، زه د هیڅ ډول سواد د درلودلو ادعا نلرم خو ځینی بدیهی مسائل اصلاً د سواد او نه سواد له سیوری نه متأثر ندی. ګوره وروره! ځینی درانه علماء پدې عقیده دی چه د( قرآن) بهترین مفسر خپله همدا ( زمانه) ده. محکمات او متشابهات پېژنو. د محکماتو خصوصاً ( امر) او ( نهی) مسائل شاید د ( زمانې) د تفسیر څخه مبراء وی، یعنی توحید او لمونځ او روژه او ذکات او حج او نور معروف او ښېګڼی او همدارنګه ( نهیات) لکه قتل او… نور لوستل »