ولسي جرګه: دفاع وزارت کور په کور جګړه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د امنیتي ځواکونو را ایستل تایید کړل، غواړي هلته «سیمه ییزه اردو» فعاله کړي.

ولسي جرګه دا طرحه د کور په کور جګړې اور بلول بولي او ټينګار کوي چې دا طرحه نه شي عملي کېدلی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړی صالح محمد صالح وايي، دا چې ملي دفاع وزارت پخپلو پیسو او امکاناتو ځايي قومندانان را پیدا کوي او پیاوړي کوي، ولې پخپلو تشکیلاتو کې پراخوالی نه راولي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا طرحه نه یوازې د عملي کېدو وړ نه ده، بلکې کور په کور به دښمنۍ پیدا کړي او ځايي ټوپکوال به پیاوړي کړي.

صالح وړاندې وویل، که د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې پراخوالی راشي، نو ولس به له سیمه‌ییزو ټوپکیانو خلاص شي.

دوه ورځې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې امریکا هوډ لري په لرې پرتو سیمو کې افغان عسکر ښارونو ته را ټول کړي، ملي دفاع وزارت يې تایید وکړ او دعوه يې وکړه چې دا دوی ستراتېژې وه.

د دې وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش وویل، دوی غواړي امنیتي ځواکونو له کلیو را ټول او ښارونو پورې محدود کړي خو په اطراف کې به جګړه د «سیمه‌ییزې اردو» په وسیله ګرمه وساتي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله جنرال امرخېل د رادمنش خبره ردوي او زیاتوي چې څوک د خپلو عسکرو د اکمال واک نه لري په اړه يې د ستراتېژۍ جوړول صرف یوه دعوه ده.

هغه د مثال په ډول وویل امریکا د افغان عسکرو تمویل، روزنه او مشوره پر غاړه لري نو که ووايي چې زه هغې پوستې ته اکمال نه کوم «ډوډۍ نه ورکوم، وسله نه ورکوم، څوک يې پر وړاندې درېدلی شي؟»

امرخېل ټینګار وکړ: «امریکا زموږ بادار دی، پر وړاندې يې هیڅوک نه شي درېدلی.»

دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې په کلیو او بانډو کې د اربکیانو تجربه ناکامه ثابته شوه او له وینې تویونې پرته يې کومه ګټه ونه کړه.

د شنونکو په باور د سیمه ییزې اردو را منځته کول په لوی لاس پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بې باورۍ دلیل او د هغوی پر روحیه بده اغېزه لرونکي ثابتېږي.

تبصرې (1)

  • درنو مسلمانو افغانانو ورونو !
    ستاسی د ټولو نیکو معلوماتو ستاینه او مننه کوم ، مګر زمونږ هیواد اشغال شوی دا د غلامانو خوښه او اراده نه ده چه کلیو او ولسوالیو کی پاتی او که شاتګ وکړی دا د بادارانو د قوماندی له مخی شاتګ کوی ، دا شاتګ د دی امله دی چه امریکایان له ولایتو او هیواده شاتګ ته اړ شوی غواړی چه په دی واسطه په ولایاتو او لوی مراکزو کی د طالب مجاهدیو له بریدونو خوندی او په کومه لیار چه راغلی واپس بی له دی چه دمالی خساراتو او جانی تلفاتو سره مخ شی په ارامه ووځی مګر طالب مجاهدین به یی ( که روغه جوړه ترمنځ ونه شی ) به یی په ارام وتلو ته پری نه ږدی او د انګریزانو د هغه شل زره فوځ د برخه لیک سره به یی مخ کړی چه د لتبند په لیار پشاور ته تښتیدل او د مجاهدینو د بریدونو په نتیجه کی ټول ووژل شول او یو داکتر برایدن نیم مړ او نیم ژوند د پشاور انګریزانو ته ورسید او د شرمدیلی ماتو او تلفاتو معلومات یی ورکړو .
    هو د ( خیزش مردمی ) په نوم فتنی جوړولو به هڅی لری چه طالبان په کلیو کی په خبل منځی جنګو کی مصروف او دوی ته د ارام وتلو چانس پیدا شی او دا هم امکان لری چه د روسانو له وتلو وروسته د خپل منځی جنګو د رامنځته کولو د پاره یی دا نوی فتنه رامنځته کړی .هر څه چه وی د دوی جنګ د الله ج د لشکرو سره دی او د الله ج سره جنګ کول د لویو فرعونیانو او نمرود په شان جاهلانو او احمقانو کار دی د هغوی له برخه لیک دی ځانونه خبر کړی مننه