کریس ګېل په نړیوالو سیالیو کې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه او په اسمان څکو شپږیزو مشهور لوبغاړي کریس ګېل په نړیوالو سیالیو کې د زیاتو شپږیزو وهلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د نړۍ په کچه په اوچتو شپږیزو مشهور لوبغاړي تېره ورځ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د ۵ شپږیزو په وهلو د پاکستاني تکړه لوبغاړي شاهد افریدي نړیوال ریکارډ مات کړ.

شاهد افریدي چې د نړۍ په کچه په کرېکټ کې د ساعت تیرۍ رول لوباوه او مینوالو به یې یوازې دده په خاطر سیالۍ کتلې په ټولو ۵۲۴ لوبو «۵۰۸ پاڼیو» کې ۴۷۶ شپږیزې وهلې دي.

کریس ګېل چې په ځانګړي ډول په کورنۍ سیالیو کې د تفریح او ساعت تیري رول لوبوي، او دده شپږیزې په نړیواله کچه یادیږي، تېره ورځ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د شاهد افریدي دغه ریکارډ برابر کړ او ۴۷۶ شپږیزې یې ووهلې، نوموړي تر دې دمه ۴۴۳ ټيسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي.

کریس ګېل په ۴۴۳ سیالیو کې ټولې ۱۸۵۴۸ منډې جوړې کړي، چې ۴۰ یې سلیزې ۹۹ یې نیمه سلیزې وهلي چې زیاتې ځانګړې منډې یې ۳۳۳ دي.

شاهد افریدي له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه کړې، خو کریس ګېل لا هم لوبو ته ادامه ورکړی او اوسمهال د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي چې تېره ورځ یې د ۵ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۷۳ منډې جوړې کړې خو لوبډلې يې د یو ورځنیو سیالیو سیریز کې ماتې وخوړه.

د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه ویسټ انډیز لوبډله د بنګلدیش پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو سیریز پېل کوي چې کریس ګېل به د یوې شپږیزې په زیاتولو سره د نړۍ تر ټولو لومړی زیاتې شپږیزې وهونکی لوبغاړی شي.

که له نړیوالو سیالیو پرته وکتل شي کریس ګېل یوازې په هندوستان تجارتي سیالۍ (IPL) کې تر دې دمه ۲۹۲ شپږیزې وهلي، او همدا ډول د شل اوریزو سیالیو زیاتو ځانکړو منډو جوړولو ریکارډ هم لري، چې ورپسې ارون فینچ په دویم نمبر دی او ۱۷۲ ځانګړې منډې یې جوړې کړې دي.

له کریس ګېل او شاهد افریدي وروسته د نېوزېلنډ لوبډلې تکړه لوبغاړي برینډن میکولم ۳۹۸، د سرېلنکا لوبډلې تکړه لوبغاړي جیسوریا ۳۵۲ او د هند لوبډلې مشهور لوبغاړی ایم ایس دهوني د ۳۴۲ شپږیزو وهلو سره په پنځم نمبر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د