fbpx

نیوزېلنډ لوبډلې پاکستان کې د لوبو کولو څخه انکار وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د نیوزېلنډ کرېکټ بورډ د پاکستان کرېکټ بورډ هغه غوښتنه ونه منله چې له دوی سره په پاکستان کې د کرېکټ سیالۍ ترسره کړي.

د نیوزېلنډ کرېکټ بورډ رئیس کرس مولر په یوه خبري کانفرانس کې رسنیو ته وویل چې پاکستان کې د امنیت خراب وضعیت له کبله نشي کولای خپله لوبډله پاکستان ته واستوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د نیوزېلنډ لوبډلې څخه غوښتي وو تر څو دوی سره د کوربه توب سیالۍ په پاکستان کې ترسره کړي خو نیوزېلنډ کرېکټ بورډ انکار وکړ او زیاته یې وکړه چې د امنیتي ستونزو له امله نشي کولای پاکستان کې لوبې ترسره کړي.

اوس به د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي.

پاکستان لوبډله دنیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو، درې یو ورځنۍ او درې ټیسټ سیالیو سیریز ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۹م کال څخه وروسته چې پر سرېلنکایي لوبغاړو د پاکستان مشهور ښار لاهور کې ډزې وشوې او څو لوبغاړي ټپيان هم شول- د نړیوالو کرېکټ بورډونو پر مخ د پاکستان امنیتي وضعیت د انديښنې وړ ګڼل شوی چې اوس هیڅ لوبډله پاکستان کې سیالیو ته زړه نه ښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د