fbpx

ننګرهار کې د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییز برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې د کډوالو راستنېدونکو چارو پر ریاست ډله‌ییز برید شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي نن غرمه شاوخوا دوولس بجې درېيمه حوزه کې له غبرګو چاودنو وروسته پر یاد ریاست برید پیل شو.

هغه وايي برید په داسې وخت کې پیل شو، چې په دې ریاست کې د مسؤلینو له لوري له همکارو مؤسسو سره یوه غونډه روانه وه.

خوږياڼي وویل د ریاست کارکوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي، خو لا هم جګړه روانه ده.

د عامې روغتیا مسؤلین وايي د پېښې له ځایه ورته یو ټپي ور وړل شوی دی.

ننګرهار کې تېره شپه هم د روداتو ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان او د پارلماني ټاکنو نوماند حیات الله حیات هم په یوه برید کې وژل شوی دی.

مسؤلین وايي نوموړی د یو موټر بم برید ښکار شو.

طالبانو په لنډ پیغام کې ویلي، چې د پر کډوالو ریاست برید په دوی پورې اړه نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د