fbpx

فراه: د سړک غاړې ماین ۱۱ تنه وژلي او ۳۷ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): په فراه کې یو مسافر وړونکی موټر په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی، چې پکې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي نن سهار وختي د بالابلوک ولسوالۍ په لخشک سیمه کې یو ۴۰۴ډوله موټر پر ماین برابر شو.

هغه وايي دا موټر له هرات نه کابل ته روان و، چې په یاده سیمه کې بم پرې ور وچاوديد.

هغه وايي له پېښې يې سخت ټپیان د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د هرات مرکزي روغتون ته رسولي دي.

د فراه د والي ویاند دعوه کوي چې ماین طالبانو تازه ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د