د ټاکنو کمیسیون د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ځنډ وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلینو وايي د شرایطو د نه پوره کېدو له امله يې ټاکنیزې کمېټې ته وړاندیز کړی چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډول شي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي د ټاکنو کمیسیون د قانون د ۱۰۴مې مادې پر اساس يې وړاندیز ټاکنيزې کمېټې ته کړی، چې دا کمېټه صلاحیت لري، چې ټاکنې څلور میاشتې وځنډوي.

هغه وویل په ګڼو ولسوالیو کې د ښځينه نوماندانو نه شتون او په ګڼو نورو کې اصلاً د نوماندانو ټاکلی معیار نه پوره کېږي، چې په دې ډول د ټاکنو له قانون سره سم ټاکنې نه شي ترسره کېدلی.

هاشمي وویل په ولسوالیو کې د نوماندانو کمښت ګڼ عوامل لري، چې هغه يې نا امني، د عامه پوهاوي نه شتون او د ښځينه‌و لپاره د دولسم ټولګي سند ګرځول یادل کړ، چې له امله يې د نوماندانو ټاکلی معیار پوره نه شو.

هغه کمېټه چې د ټاکنو د ځنډ صلاحیت لري، د امنیت شورا، ملي شورا، لویې څارنوالۍ او پر قانون د څار کمیسیون استازي او قاضی القضات يې غړیتوب لري.

وړاندې تر دې ټاکل شوې وه، چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له پارلماني ټاکنو سره یو ځای د تلې په ۲۸مه ترسره شي.