ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي لمریز کال په ۳۱مه کېږي

تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې، د ګډ حکومت يو مشر، د رايې اچونې په مهال

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.

خامه پریس؛ د یادې سرچینې په حواله وايي چې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ل کال د وري د میاشتې په ۳۱مه چې د ۲۰۱۹م کال د مارچ له ۲۳مې سره برابره ده ترسره شي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اجراییه ریاست هم ټينګار کړی و، چې باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شي.

محمد اشرف غني هم ویلي و، ښه به وي چې ژر تر ژره د ولسمشریزو ټاکنو کره نېټه اعلان شي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون د ټاکنو کمیسیون وویل، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید وځنډول شي.

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې په ولسوالیو کې د ښځينه نوماندانو نه شتون، نا امني او د نوماندانو معیار نه پوره کېدل هغه څه دي چې باید ټاکنې وځڼدول شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نېټه په داسې حال کې اعلانېږي، چې د پارلماني ټاکنو لپاره تر دوه میاشتې کم وخت پاتې دی او په اړه يې لا هم د فساد او درغلۍ څرګندونې ګرمې دي.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له جنجالي پروسې وروسته چې پایلې يې هیڅ اعلان نه شوې، په ولس کې د ټاکنو په اړه باور نږدې په نشت برابر شو.