
افغانستان
کابل: بګراميو کې لاریونوال د حکومت ضد شعارونه ورکوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار ختیځ کې د بګرامیو ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو د حکومت ضد لاریون وکړ.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دغه لاریونوال د هغه پروګرام د تطبیق پر ضد راوتلي چې حکومت غواړي غصب شوي ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې کړې.
یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، دغه لاریونوال د ملا تره خېل په ملاتړ راوتلي او د ټاکنو کمیسیون ضد شعارونه هم ورکوي.
ملا تره خېل چې د غصب له امله د نوماندۍ له لیسته ویستل شوی، ملاتړي او پلویانو يې دغه لاریون برابر کړی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند بیا ټینګار کوي چې لاریون کوونکي د کوم کس ملاتړي نه دي، بلکې د غصب د پروګرام د تطبیق پر ضد راوتي دي.
نن په پلازمېنه کابل کې شیر دراوزې ته څېرمه یو نوی جوړېدونکی پمپ هم د ښاروالۍ له لوري ونړول شو، چې ګواکې ناقانونه ځای کې ودان شوی دی.