د خلافت جنګ له چپړاسیانو، قابله ګانو او کډوالو سره

اکرم شینواری

نن جلال اباد ښار یو ځل بیا د خونړي برید شاهد و، تاسو به وایاست کیدای شي د ننګرهار میدان هوایي کې به په صلیبي یرغلګرو برید شوی وي، یا به هم کوم بل پوځي مرکز په نښه شوی وي…  نه بابا. . .  د داعش خلافت له چپې خوا ورته ناست دی او لومړی غواړي په تر ټولو کمزورو مسلمانانو خپل بغدادی خلافت تطبیق او تعمیل کړي.

چپړاسي زموږ په ټولنه کې تر ټولو مظلوم مخلوق بلل کیږي. تاسو به په ښوونځیو کې لیدلي وي چې چپړاسي د هر چا تر امر لاندې وي،د چای پخول، د مکتب جارو کول، د درسي ساعت د بدلون لپاره ټالۍ وهل او د ښوونځي پیره داري د چپړاسي وظیفه بلل کیږي.

خو د بغدادي صاحب خرافتیان چې یو وخت یې له روس او امریکا سره د سر جنګولو ګواښونه کول اوس دومره بې غیرته شول چې یوازې په چپړاسیانو یې زور رسیږي. تاسو به اوریدلي وي چې د روان کال د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه د داعش سپږنو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ملکیار هوتک لیسه نه یوازې وسوځوله بلکې د لیسې له دریو تنو چپړاسیانو یې سرونه هم غوڅ کړل او بیا یي په اعماق سایټ کې ددې تاریخي کارنامې مسؤلیت هم په داسې ټکو په غاړه واخیست لکه تل آبیب یې چې فتحه کړی وي.

چپړاسیان که هر څو مظلوم او بې وسه وو خو بیا هم نارینه وو،  د خرافتیانو د بې ننګۍ اوج دا دی چې اوس په هغو تورسرو او ښځمنو هم بریدونه کوي چې زموږ په ټولنه کې د ډیر مظلومیت له امله ورته عاجزې وایي.

په کلي او مالت کې به هغه سړی د بې ننګۍ سمبول بلل کیده چې له ښځو سره به یې دعوې وهلې یا به یې د لرګي چاقو په لاس او د کور ښځو ته به یې ګواښونه کول. خو راشه د بغدادي زمرو ته چې څو ورځې وړاندې یې په ننګرهار کې د قابله ګانو په یوه مرکز داسې توپاني برید وکړ، ته به وا د فلوجې د بیا نیولو عملیات یې پیل کړ ي دي.

داعش نن په ننګرهار کې د کډوالو او مهاجرینو ریاست هدف وګرځاوه او د دې ریاست پنځلس ته هغه مراجعین چې د هیواد بدې ورځې کډوالۍ ته مجبور کړي وو  د اعشي بي ننګۍ قرباني شول. موږ نه پوهیږو آخر دغه د خلافت دعوه داران په دغسې بې ننګه کارونو سره څه ثابتول غواړي؟ آیا په نن زمانه کې د اسلام تر ټولو اشد او مهم دښمنان چپړاسیان او قابلې میرمنې دي چې داعش د خپل اهدافو په سر کې ځای ورکړی.

په داسې حال کې چې په هیواد کې صلیبي پوځیان میشت دي، د سي آی اې  او برتانوي استخباراتو په شان د هر ګبر و ترسا پوځي او جاسوسي مراکز پریمانه فعال دي. د اشغالګرو تر ټولو مضر حشرباڼي هره ورځ د مظلوم اولس وینې تویوي. خو د دې ټولو واجب القتل اشغالګرو له شتون سره سره موږ وانه وریدل چې د خلافت مدعیانو دې په امریکایي بیس یا کتار برید کړی وي. د دوی بریدونه د مسلمان اولس په تر ټولو عاجزه او بې دفاع وګړو چپړاسیانو، قابله ګانه، معلمینو او دربدره مهاجرینو دي چې دنامعلوم جرم له امله یې وینې بهوي.

د داعش له دغو سرچپه اعمالو داسې معلومیږي چې اصلا دا ډله جوړه شوې د مسلمانانو ځپلو ته ده، دوی چې د مصر په سینا کې پراخ حضور لري تر اوسه یې د اسرائیلو په خوا یو توغندی شاټ نه کړی بلکې برعکس په مصري مسلمانانو بریدونه کوي او د حماس مجاهدینو ته ګواښونه اعلانوي. دوی په سوریه کې هم خپله ټوله انرژی د جبهة النصره او نورو مجاهدینو د وژلو لپاره صرف کړه او په افغانستان کې یې تر اوسه د کافرانو کوم مرکز نه دی په نښه کړی یوازې د جوماتونو، عامه غونډو، ښوونځیو او  ملکي خدماتي ادارو هدف ګرځول یې کار دی.

هغه تفکر چې دمکتب چپړاسي هم واجب القتل بولي، هغه ډله چې د مسلمان اولس په قابلو میرمنو هم رحم نه کوي، ته وا دغسې د حماقت په تل کې پراته به د دې وړ وي چې الله تعالی د دې ټولې دنیا خلافت په لاس ورکړي او د د څو ملیارده اشرف المخلوقات انسانانو د ژوند او مرګ واک وروسپاري؟؟ کلا وحاشا

د الله تعالی عادت خو په دې جاري دی چې د کفر واکمني زغملی شي مګر د ظلم واکمني نه شي زغملی، داعش خو په ظلم، قساوت، بې رحمي او درندګي کې له کفارو هم ګام واړاوه او اوس یې له اعمالو داسې ښکاري چي دغه خلک د انسانیت له چوکاټه بهر له کومې بلې نوعې څخه دي. ځکه انساني فطرت کله هم هغه شنیعو او بې رحمه اعمالو ته زړه نه شي ټینګولای چې داعشیان یې رزوانه سرته رسوي.

تبصرې (4)

  • شینواری صاحب ستاسی له ګرمو احساساتو مننه او د خلافت په نوم د خلافت دشمنانو په اړه به در سره د زړه خوالی شریکی کړم :
    خلافت هغه سپیڅلی، لوړ مقام او الهی نظام دی چه له امله یی ملایکو ته د دغه خداګونه مقام د تعظیم په خاطر د ادم ع دغه مقام ته د تعظیم د سجدی امر وشو ملایکو سره ابلیس هم ملتیا لرله ملایکو سجده او ابلیس ( چه د دغه مقام د خپلولو د پاره یی ځان تر ادم ع ډیر اهل ګڼلو سرغړونه وکړه د همدغه سجدی په کولو بنی ادم تر ملایکو پورته ( اشرف المخلوقات ) او ابلیس د سحدی نه کولو له امله دایمی ملعون او دوزخی شو.
    خلافت د زمکی د ټولو مخلوقاتو خداګونه مدیریت ته ویل کیږی یو الهی نظام دی . د ابلیس ( جنی لوی شیطان ) او دجال ( انسانی لوی شیطان ) د پلویانو او بندګانو ( نظم نوین جهانی ) له خوا د دغه سپیڅلی مقام د کمرنګه کولو او کم خونده کولو د پاره د داعش په نوم څوک جوړوی یا د اسلام په نوم بل څوک یا د قران په نوم بل څوک یا د پیغمبر په نوم بل او بل څوک جوړوی او کاروی تر څو د دغو سپیڅلو مقاماتو توهین یی کړی وی او وزن یی په انسانی ټولنو کی کم کړی او مونږ تر هغوی زیات د هغوی سره دغه بدرګه کړو مونږ هم غیر شعوری د لویو ګناهونو مرتکب شوی او که شعوری دا کار کوو بیا خو د هغوی سره یو شوی یو.
    مونږ باید د خلکو شعارونو سره د هغوی کړنو ته هم ځیر شو ، که داعشیان رښتونی دخلافت غوښتونکی او پیاده کونکی وی د مسلمانانو سره د کرکو په ځای د مسلمانانو او د خلافت د دشمنانو سره باید کرکه او دشمنی ولری که مونږ عملا وینو چه دوی د اسلام او خلافت د دشمنانو له خوا روزل شوی ، تمویل او تجهیز شوی او د هغوی به قومانده ګمارل او کارول کیږی او بیا هم مونږ ورباندی د خلافت د سپیڅلی مقام سپیڅلتیا بی خونده کوو مونږ هم غیر مستقیم هماغه کار کړی جه هغوی یی کوی

  • داسی ښکاری چه ابولهب او ابوجهل### او قارون او فراعنه او هامان او همدارنګه سټالین او هټلر او د نژاد پرستانو ستر مشران به د سووځوونکو لمبو په ټالونو کی د القاعده او داعش او نورو تروریسټی ډلو د اصلی جوړوونکو او تمویل کوونکو یعنی پلیدو غربیانو د بد حالت په لیدلو بیاهم پر خپل جهنمی حالت شکر وباسی.بلی! یخنی ( زمهریر) به تر تودوخی ( جهنم) ډېر ځوروونکی وی.

  • دا ټول د خرو امریکایانو اولاده دی

    یو حدیث ما اوریدلی وه:
    چی په اخر وخت کی به داسی تور بیرغ والا خلک پیدا شی..
    چی مسلمانان به له منځه وړی.

    هغه همدغه ناوړه او ناولی بیغرته ـ ډله ده

    • دروند ورور ! دا ډله نه ده بلکه د امریکایانو بلیک واتر ملیشی دی . چه دداعشی ډلی په نامه د مجاهدو د یونیفورم ، ږیرو او قلابی اسلامی شعارو لاندی هم دمسلمانانو د وژلو او هم بدنامولو د پاره رامنځته کړی او د الهی نظام ( خلافت ) نوم ورباندی کرغیړن کوی هو ستاسی دا خبره چه اخره کی به دا ډول خلک رامنځته شی مګر هغه خلک امریکایانو رامنځته کړل