fbpx

اسیا جام: هند غواړي پاکستان سره د سیالۍ نېټه بدله کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د هند کرېکټ بورډ په راتلونکو اسیا جام سیالیو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د مشهورې سیالۍ نېټې بدلېدو غوښتنه کړې ده.

د هند کرېکټ بورډ وایي چې د هند لوبډلې لپاره دغه نېټه ذهن مغشوشونکي او نه منونکې ده.

د راپورونو پر اساس هند لوبډله به د پاکستان لوبډلې سره په اسیا جام سیالیو کې په ۱۹م سپتمبر خپله مشهوره سیالۍ ترسره کوي.

ددوی په وینا چې له دې وړاندې په ۱۸مه نېټه هند لوبډله د کوالیفایر لوبډلې سره تمریناتي سیالۍ لري، چې په راتلونکې ورځ یې د پاکستان سره د سیالۍ نېټه ایښودل شوې ده، چې یوه نه منونکې پریکړه ده.

پاکستان لوبډله تر اسیا جام سیالیو پورې د لوبو هېڅ کوم مهالویش نه لري، خو هند لوبډله دا مهال د انګلستان لوبډلې سره سیالۍ ترسره کوي، چې د سپتمبر میاشتې تر ۱۲مې نیټې به دوام ومومي.

د هندوستان کرېکټ بورډ خپل بوخت مهالویش ته په کتلو له پاکستان سره د سیالۍ لپاره د نېټې د بدلولو غوښتنه کړې تر څو ښه چمتو والی ولري.

د اسیا جام سیالۍ د سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه پېل او ۲۸مه نېټه پای ته رسیږي، په دې کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ چې د یاد جام تر ټولو ستره سیالۍ ده په ۱۹م سپتمبر ترسره کیږي.

یاده دې وي چې افغانستان لوبډله هم ددغو سیالیو برخه ده، او خپله لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې د سپتمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د