
غزل – ابراهیم صیاد
جګړه د تورو سترګو انقلاب سره ټکر خوري
ګلاب به د ګلونو په بادشاه سره یادیږي
د شونډو رنګ چې پوخ شي د ګلاب سره ټکر خوري
ظاهره ښکلاګانې د سپوږمۍ په میثال بویه
باطنې ښکلاګانې د افتاب سره ټکر خوري
د وخت د فرعونیانو به بیړۍ پکې چپه شي
یتیمه رڼې اوښکې دې سیلاب سره ټکر خوري
ظالم جومات ویشتلی ده امام په وینو سور دی
را پورته شي غورځیږي د محراب سره ټکر خوري
دا زړه مې په سینه کې له هر ټال سره زنګیږی
جانانه تورې زلفې دې تناب سره ټکر خوري
د تورې شپې لمن ، د خاموشۍ نغمې ، یادونه
صیاده تنهایي هم له عذاب سره ټکر خوري