بلوچستان ایالت کچلاک ښارګوټي کی لویه مظاهره وشوه

kachlakنن ټکی اسیا:

تیره ورځ کویټه ته څیرمه کچلاک ښارګوټی کی دسیمی عاموخلګو یوه لویه مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو دحکومت په خلاف شعارونه ورکول او ویل یی چه څه دپاسه دوی اوني کیږی په سیمه کی نه بریښنا اونه هم ګاز وجود لری اوخلګ له ډیرو سختو ستونځو سره لاس او ګریوان دی.

لاریون کونکو زیاته کړه چی له یوی خوا سخت ژمی دی اوله بله پلوه  نه په سیمه کی ګازشته او نه بریښنا اوپه ښارونوکی نوردسوند موادهم په ډیرمشکل سره پیداکیږی اوخلک په ډیروسختو کړاوونو کی راګیردی.
قهرجنو لاریون کونکو ناری وهلی، کچیری حکومت خلګو ته دژوند اسانتیاوی نشی برابرولی اوپه حکومت کولو پاته راغلی دی نو له واک څخه دی لاس به سرشی.
اولاریون کونکی داهم ویل، څه وجه ده چی صرف په هغو سیمو کی ګاز اوبریښنا نشته چیری چی اکثره پښتانه قومونه میشت دی.
اوزیاته یی کړه چی دمشرف له حکومت څخه بیا ترنن ورځی پوری دپلوچستان حالت ډیرخطرناک لوری ته روان دی اوحکومت ورته هیڅ پام نه اړه وی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.