افغانستان

سیګار: د فساد پرضد د لوی څارنوالۍ چلند پخپله فاسد او ناقص دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۰زمری ۱۳۹۷ل):    د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړي څارونکي اداره (سیګار) وایي چې، د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت لخوا سیګار ته ویل شوي چې د افغانستان لوی څارنوالۍ د فساد په سترو دوسیو کې کمزوری او ناقص چلند کړی دی.

سیګار زیاتوي چې د مرستندویه هیوادونو له نظره افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې “بې قانونه، کمزوری او ناسم” رول لوبوي.

سیګار په خپل یو وروستي راپور کې چې اوس تازه یې نشر کړی؛ ویلي چې په افغانستان کې د اداري فساد زیات شمیر قضیې د ظرفیتونو د نه شتون په وجه نه، بلکې د سیاسي ارادې د نه شتون له امله نه څیړلي کیږي.

د سیګار په راپور کې د لوی څارنوال فرید حمیدي پر کړنو ځانګړي نیوکه شوي، او ویلي یې دي چې نوموړی د نفوذ لرونکو او زورواکو افرادو د فساد دوسیې بلکل نه څیړي او یا ورکي ناقص چلند کوي.

سیګار وایي د مرستندویه هیوادونو دا اندیښنه بیخي پرځای ده چې وایې د افغانستان ګډ حکومت د پخوا په څیر یواځې ” د کاغذ پر مخ” د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادعا کوي.

که څه هم د غني او عبدالله ګډ حکومت تل د فساد پر ضد مبارزه د خپلې لاسته راوړنې په توګه مطرح کوي ، خو د سیګار په تازه راپور کې، د افغان حکومت د فساد ضد مبارزې مرکز پخپله د زورواکانو د دوسیو د نه څیړلو له امله په فساد کې ښکیل بلل شوی دی.

سیګار د امریکا د عدلیې وزارت د مدارکو پر بنسټ رپوټ ورکړی چې په فساد ککړو د څه باندي 100 تنو د جلب امر د کورنیو چارو وزارت د نه لیوالتیا په وجه نه دی پلی شوی او یا هم “زورواکو فساد کوونکو” د جلب حکم له پامه غورزولی دی او د فساد ضد عدلي او قضایي مرکز د مشروعیت او صلاحیت په اړه یې پوښتنې رامنځ ته کړي دي.

د سیګار راپور وایي د افغانستان د لوی څارنوالۍ د سترو جرمونو په وړاندې د مبارزې په اداره کې دننه پخپله پراخ فساد موجود دی.

د سیګار د راپور له مخي، سره له دې چې ګډ حکومت په خپله تېره څلورکلنه موده کې د اداري فساد په وړاندې د جدي او پراخې مبارزې ژمنتیا ښودلې، خو بیا هم افغانستان د نړۍ د خورا فاسدو هیوداونو په جدول کې ځای لري.

د سیګار دا راپور په داسی وخت کې نشریږي چې اوس تازه د جنبش مشر، پخوانی جنګسالار رشید دوستم د فساد او جنسي ځورونو د دوسیو له امله له نژدي یوه کلن تبعید وروسته هیواد ته راستون شوی او د ولمشرۍ ماڼۍ د مرستیالۍ څوکۍ بیرته ورته سپارل شوي، په داسي حال کې چې د ورباندي لګیدلو تورونو د څیړلو په اړه یې ګډ حکومت او د هغوی عدلي او قضايي ارګانونو ځان ناګاره اچولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x