fbpx

د عربۍ په اړه له جرمني مستشرق «شولتز» سره

دوکتور محمود حسن مخلوف

د اسلام اباد نړۍوال اسلامي پوهنتون د عربي فاکولتې پخوانی رييس

ژباړن: احمدالله احمدزی

۲۰۱۲ کال و، چې شولتز جرمنی مستشرق د اسلام اباد نړۍوال اسلامي پوهنتون ته راغی. له موږ مخکې يې اتو پوهنتونونو کې د عربۍ د تدريس د ښو لارو چارو په اړه ليکچرونه ورکړي وو. دا کار يې لومړنی هېښوونکی کار دی.

دوهم هېښوونکی دا دی: شولتز راته وويل: «کوم حکومت، چې خپل هېواد او ارزښتونو ته ژمن وي، هغه حکومت هېڅکله خپلو هېوادوالو ته له لس کلنۍ وړاندې پردۍ ژبه نه ورښيي.»

درېيم: شولتز په روانې فصيحې عربۍ خبرې کولې. د عربي ژبې مغربۍ، خليجۍ، شامۍ، سوډانۍ، مصرۍ، قاهروۍ، دلتاوۍ او صعيدۍ ټولې لهجې يې زده وې او د هغه له دې پوهې مې وفهموله، چې دا د ده د استخباراتي او سياسي ماموريت اړتيا ده، په ځانګړې توګه چې دوی له عربو سره د هوکړو پر مهال ورته اړ کيږي.

څلورم هېښوونکی: شولتز راته وويل، چې دی له متحده عربي اماراتو راغلی، هلته يې د دې لپاره څو اوونۍ پر يوه ورکشاپ تېرې کړي، چې عربي بېرته خپل اصلي حالت ته راوګرځي، په داسې حال کې چې اوس عربي ژبه دغلته له انګليسۍ او فيلپاينۍ وروسته درېيمه ژبه بلل کيږي.

پنځم هېښوونکی: شولتز د عربۍ عامي او فصيحې ژبې سربېره د عربو د ټولنيزو خویونو په اړه هم هر اړخيز معلومات درلودل. هغه مهال، چې دی موږ پوهنتون کې د وينا لپاره رابللی و، نو عنوان مو ورته «شولتز والعربية» ټاکلی و. د عنوان په اړه يې راته وويل:

«که ښځه مې خبره شي، وژني مې؛ ځکه چې زموږ ښځې د مصر د صعيد له ښځو هم بنې ډېرې بدې ګڼي، هغه به دا ګومان وکړي، چې کومه عربه ښځه هم لرم، اړيکې به مو اغېزمنې شي.»

فکر وکړه: تر دې بريده د خپلې ملي ژبې سپېڅلتيا وي او تر دې بريده دوی زموږ په ژبنيو، ټولنيزو او نورو حالاتو کې دخيل دي او له همدې امله دوی ته دا موقع په لاس ورغلې، چې زموږ هېوادونه د دوی د بريدونو ښکار شي او چې څه يې زړه غواړي، هغه په کې وکړي.

چا کې، چې لږ عقل او هېوادنۍ مينه وي، عبرت دې واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د