راتلونکی ایفون به کومې نوې ځانګړتیاوې ولري؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د امریکا مشهورې کمپنۍ ایپل ځیرک مبایل ایفون په نړۍ کې ځانګړی نوم لري، چې د اخیستلو لپاره یې یوازې نوم هم بسنه کوي.

ایفون ځیرک مبایلونه په هر وار له نویو ځانګړتیاو سره وړاندې کیږي، چې اوس د ځینو راپورونو پر اساس ایپل په نوي ایفون کې داسې ځانګړتیا وړاندې کوي چې له دې وړاندې هیڅ کوم ایفون کې نه ده ترمخ شوې.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور پر اساس چې ایفون غواړي په خپل راتلونکي نوي ځیرک مبایل کې د دوه سیم کارتونو لګولو ځانګړتیا ځای پر ځای کړي، همدا ډول په دغه مبایل کې د خوندیتوب او سکیورټي له لحاظه د دویم سیم کارت لپاره بل اکاونټ جوړولو ځانګړتیا هم ځای کوي.

راپورونه زیاتوي چې د ایفون لخوا به په لومړي وار په راتلونکې ځیرک مبایل کې د وایرلس چارجنګ  او بیټا اپریټنګ سیستم هم موجود وي، دا لومړی ځل دی چې د ایفون ځیرک مبایلونو مخ ته راتلو نه وړاندې یې ځانګړتیاوې افشا کیږي.

دغه ځانګړتیاوې به د ایفون هغه ځیرک مبایلونو کې وي چې روان کال وړاندې کیږي، دوی اعلان کړی و چې درې نوي مبایلونه به وړاندې کوي چې یو یې ایفون ایکس او دوه نور به یې ایفون ایکس پلس نومیږي، له افشا شویو خبرونو څرګندیږي چې دغه ځانګړتیاوې به په ایفون ایکس پلس مبایلونو کې وي، چې ۶.۵ او ۶.۱ انچه ډیسپلی به ولري.

همدغه ډول د ځینو راپورونو له مخې ایفون غواړي په راتلونکې کې ارزان بیه ځیرک مبایلونه وړیاندې کړي، ددې لپاره یې د پياوړي پراسسر سترې کمپنۍ «سنیپ ډراګون» سره خپل تړون مات او د «انټل» کمپنۍ څخه به راتلونکې پراسسر استعمال کړي.

بدبختانه چې د انټل کمپنۍ پراسسر له سنیپ ډراګون څخه څو چنده کمزوری دی، په دې سره به شاید د ایفون په نویو مبایلونو کې ستونزې راولاړې شي.