د زمانې حال

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل

عاقله ورته ګوره سوه عجبه زمانه

دروغ سوه غولول سوه غولېدل سوه افسانه

عنوان ته چي يې ګوري نبوت ورسره ښايي

په ګيډه چې خبرسې غواړي بت اوبتخانه

خوږې خوږې خبری وکړی ماغوندی ساده ته

ترڅنګه يې وي نيولې داغراضو پېمانه

زرګونه ابليسان دي چي په شکل دانسان دي

وهرچاته ور نکړې لاس په لاس کښي دوستانه

پر هر نارينه شکله چي دنرګمان ونکړې

بېشماره نارینه دي په باطن کښي زنانه

عقلونه عقیدې دي ازادخلګ دي خرڅیږي

په دغه شنه غوبل کښي عاقلان سوه دېوانه

دوږخ اوجنت دواړه ورسره لکه دجال وي

حيران يم چي ځان خلاص کړم زه په کومه بهانه

چمونه دي دوکي دي اودکي دي ابوالفـــضــله

له ځانه سره خيال کړه اوسه اوسه مردانه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د