د عبادت حقيقت څه دی؟

ابو المنظور «عطشان»

دا چي د عبادت حقيقت څه دی، په دې اړه علامه شعراوي رحمه الله تعالی فرمايي چي ځيني کسان فکر کوي چي اسلام په څو عبادتونو کي منحصر دی، څوک چي د لا اله الا الله محمد رسول الله کليمه ووايي، نو لمونځ به کوي، روژه به نيسي، زکات به ورکوي او حج به کوي؛ ياني هغوی دا فکر کوي چي ټول اسلام همدا دی او وايي چي موږ يوازي پر همدې مظاهرو اعتماد کوو؛ خو علامه شعراوي رحمه الله تعالی فرمايي چي موږ هغوی ته وايو چي داسي نه ده، بلکي دا د اسلام يوه مهمه برخه ده او د دې تر څنګ نور څه هم لري. هر هغه حرکت او خوځښت چي په مځکه کي د انسان له خلافت سره مناسبت لري، هغه ته اسلام ويل کېږي. ځکه الله جل جلاله په خپل ستر کتاب قرآن کي فرمايي: {هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا}- {هود:۱۶}. ياني الله جل جلاله تاسي په مځکه کي ايجاد کړي ياست او ستاسي څخه غواړي چي همدا مځکه آباده کړئ.

نو هر هغه خوځښت چي په مځکه کېږي او د مځکي ابادۍ ته رسېږي، هغه د عبادت يوه برخه ده، نو ته عبادت يوازي لمونځ او روژه مه ګڼه، ځکه که چېري اسلام يوازي لمونځ، روژه او نور رکنونه وګڼل سي، نو اسلام يو بنسټ سو، بې له بنا څخه.

اوس نو ځيني کسان دا فکر کوي چي موږ يوازي د الله جل جلاله عبادت کوو، نور خوځښت او حرکت نه کوو؛ نو له هغوی څخه سوال کېږي چي لمونځ چي په ورځ کي ډېر وخت ونيسي، له سنتونو او نفلونو سره يو ساعت کېږي، روژه په کال کي يوه مياشت نيول کېږي، زکاة په کال کي په يوه ورځ يا يو ساعت کي ورکول کېږي، حج په ټول عمر کي يو ځل آداء کېږي؛ ښه نو چي په څلرويشت ساعتونو کي يو ساعت لمونځ سي، په ټوله کال کي يوه مياشت روژه سي، په ټوله کال کي يو ځل زکاة ورکول سي او په ټول عمر کي يو ځل حج اداء کړل سي، نو پاته عمر بايد په څه شي تېر کړل سي؟ انسان به خوراک او څيښاک کوي، جامې به اغوندي، رزق او روزي به برابروي او دا هر څه به د نورو خلګو له لاسه وررسېږي.

که موږ ځير سو، يوه ګوله ډوډۍ چي د يو انسان د خولې له لاري د هغه ګېډي ته ځي، دا له څومره مرحلو څخه تېرېږي؛ اوس نو يو انسان چي خپله هيڅ حرکت نه کوي او خپله ډوډۍ د نورو انسانانو په مټ ځان ته راجلبوي، نو دا کامل عبادت نه ګڼل کېږي، بلکي کامل عبادت هغه دی چي هر انسان د مځکي د آبادۍ لپاره د مقدس شريعت مطابق خوځښت او حرکت وکړي.

دا چي يوه ګوله ډوډۍ د يوه انسان تر لاس پوري رارسېږي، له څو بېلا بېلو مرحلو څخه تېرېږي؛ د بېلګي په ډول: لومړی يو کښتګر مځکه اړوي، تر څو پسته او د تخم کرلو ته اماده سي، بيا تخم پکښي پاشي، بيا يې په ځلونو ځلونو اوبه کوي، تر څو تخم شين سي او بيا د وخت په تېرېدلو سره وږي وکړي او بيا همدا وږي وچ او پخېږي. دلته د کښتګر دنده پای ته رسېږي او يو بل کس د همدې پخو غنمو لو (رېبل) کوي، د لو کوونکي دنده چي خلاصه سي، بيا نو يوه بل کس ته دنده ورسپارل کېږي، چي همدا رېبل سوي غنم له وږو او وښو څخه د ترېشل په وسيله بېل کړي، په دې سره د ترېشل کوونکي دنده پای مومي او يو بل کس دا غنم تر ژرندي پوري راوړي او ژرندي والا په خپلي ژرندي همدا غنم اوړه کوي، بيا دا اوړه کورونو او نانوايي ته انتقالېږي او هلته ځيني نور کسان همدا اوړه خيشتوي، بيا چي کله خمير سي، نو پخېږي او تر پخولو وروسته نو د انسانانو د خوراک لپاره اماده کېږي. همدا ډول دې ته ورته په نورو ټولو کارونو کي همدومره مرحلې او ستړياوي شتون لري؛ نو هر هغه حرکت چي د انسانانو د هوسايني لپاره د شريعت مطابق او له انساني خلافت سره برابر کول کېږي، په عبادت کي داخل دی. نو مومن مسلمان دي دا فکر نه کوي چي اسلام يوازي په همدې پينځو رکنونو کي حصر دی او بس.