ویسټ انډیز د انډري رسل په مرسته بنګلدیش ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز او بنګلدیش ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې ویسټ انډیز بنګلدیش ته د ۷ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

د بنګلدیش لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا په توپوهنه کې اوپنران په صفر-صفر وسوځېدل، چې لوبډله یې له سخت فشار سره مخ شوه، خو وروسته لیټن ډاس او محمد الله ښه توپوهنه وکړه او ویسټ انډیز ته یې ۱۴۴ منډې هدف وټاکه، د ویسټ انډیز توپ اچونکي ویلیمز ۴ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډله په توپوهنه کې له ستونزو سره مخ شوه چې د سر دوه لوبغاړي یې ژر وسوځېدل، وروسته د باران له کبله لوبه وځنډیده او ۱۱ اورونو ته راښکته شوه چې ویسټ انډیز ته د ۹۳ منډو هدف ورکړل شو.

انډري رسل په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ټاکلی هدف یې په ۹ اورونو کې پوره کړ، چې په همدې ډول د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي په ۲۱ توپونو د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، دده سره مارلن سمیولز ښه ملګرتیا وکړه او ۲۶ منډې يې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د ویسټ انډیز او بنګلدیش ترمنځ د ټیسټ او یو ورځنۍ سیالیو لړۍ پای ته رسیدلي، په ټیسټ کې ویسټ انډیز بنګلدیش ته په دوه صفر، او یو ورځنۍ کې بنګلدیش ویسټ انډیز ته په ۲-۱ ماتې ورکړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د