نظــر

خوندونه، ماديت او عياشي د سيكولريزم ستر مظاهر دي

عبدالمنان څارن

ځان پالنه، عياشي او د خوندونو او شهوتونو متابعت نه دا چي انسان د بوده ګانو په کتار کي دروي، بلکي د دې او هغي دنيا خسران يې هم ور په برخه کوي. نامتو عرب اديب جاحظ وايي: کله چي شهوت د انسان په وجود کي ځای ونيسي او انسان يې اېل او تابع سي، نو د انسانانو په پرتله څارويو ته ډېر ورته سي، ځکه چي ټول اغراض، موخي او غوښتني يې پرله پسې او تل تر تله يوازي او يوازي شهوتونه او لذتونه وګرځي او دا کټ مټ هماغه د چارپايانو خوی دی. په چا کي چي دغه صفتونه مومده سي حيا يې له منځه ولاړه سي، حماقت يې ډېر سي، له ښو خلکو څخه يې بد راځي او د علم او پوهي خاوندان يې نه خوښيږي. برعکس يې له فاجرانو او فاسقانو څخه ښه راځي، فحشا او بې پتي خوښوي. د ناپوهو او لنډغرو ناسته پاسته يې خوښيږي او تل په لهو لعب او پر نورو باندي په تمسخر او استهزا کي ډېر وړاندي وي. په دې حال کي فسق، فجور، رذايلو او د فواحشو او ناوړو چارو تر سره کولو ته مخه کړي. د خوندونو او خوندورو توکو، د زرق و برق او مرفه د لوري کچي ژوند د ترلاسه وکولو لپاره په هر ډول چي کيږي شته ترلاسه کوي، غصب، غلا، قاچاقو، خيانتونو ته لاس واچوي او د پردو غليمانو مزدورۍ او ګوډاګيتوب تن ورکړي. نو د چا چي د نس او نفس شهوت تر دې پولي ورسيږي له هغو بدو او شريرو وګړو څخه سي چي د ټولني ناولتيا او مکروب وګرځي. دغه مهال د دغسي عناصرو د اسلام د ښو او ښکلو لارښوونو څخه کرکه وسي او د سيکولريزم پر مادي او بې دينه او د هر ډول معنويت له قيد څخه پر آزادوونکي مسلک باندي ايمان راوړي او پیرو يې سي.

سيکولريزم چي د نفس پالني او ماديت ډېر مهم مظهر دى او د هر غذا تر لاسه كوونكي ذهن ژوند د دې پر شاوخوا چورلي. او د دغسي تن پالو او د خوندونو د بنده ګانو پر طبيعت خورا ښه برابر دی، دغسي کسانو ته دا لارښوونه او سپارښتنه کوي چي لوى څښتن سبحانه پرېږده، ماديات هر څه وبوله. په دې توګه دغه ماديات دغسي څاروي صفته ساکښان هر څه وبولي او له دې امله د اوسني نوي پېر د عيش اسباب د دغي نفس پالني لوازم ګرځېدلي دي. د نوي پېر تهذيب چي هماغه د بې دينۍ او سيكولر تهذيب دى د خوندونو او مادياتو پر شاوخوا راګرځي. پر دې بنسټ بيا ښځه په دې بازار كي تر ټولو ارزانه توكى دى او د عيش سامان ګواكي د ژوند اصلي موخه او مقصد دى العياذ بالله.

دغه د ماديت، تن پالني او عياشۍ مسلک د نړۍ اوسنى برلاسى كلتور ګرځېدلی دی او د پلي کېدو واګي يې هم د امريکايي ـ غربي مادي پال خونړي امپرياليزم په لاسونو کي دي. دغه کلتور چي په اوسمهال کي له مسلمانانو څخه څه غواړي هغه دا خبره ده چي په لومړي پړاو كي د دوى په عقايدو غرض نه كوي، بلكي په عملي ډګر كي يې په اخلاقي مسايلو كي د ځانو ملګري او همفكره كوي. دا ځكه چي دوى پوهيږي چي بيا دوهم پړاو څه ستونزمن نه دى. خبره داده چي په اسلام كي د درز اچولو لپاره تر دې آسانه لار نسته. د سندرو د توپان، د ډول ډول ټلوېزيونونو، كېبلي شبكو، لڅو فلمونو او سريالونو، فحش خپرونو، لوېديز ډوله مېلو، محفلونو او غونډو له لاري د نوو ځوانانو په لوېديزه طريقه روزنه او داسي نوري لاري چاري ټولي د دغه حكمت عملي ښكارندي دي.

اوس اسلامي امت په دې برخه كي په بشپړ بحراني كيفيت او د پرله پسې جګړې په حال كي دى. خو افسوس چي دغه جګړه په يو طرفه توګه روانه ده او دې پلو ته دفاع كوونكي لږ تر سترګو كيږي او که تر سترګو کيږي هم زياتره په نورو ساحو کي بوخت دي.

موږ دلته خپلو هغو وروڼو ته چي په غير شعوري توګه مازي د امريكايي او لوېديزو او د هغو په پيسو چلېدونكو رسنيو او د هغو د ټيټو او سپين سترګو مزدورانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راغلي دي او د كفري او صليبي يرغل تر اغېزي لاندي يې خپل اخلاقي ارزښتونه پرې ايښي دي، وايو چي د امريکا او لوېديځ د نړۍ خور او ويني بهوونکي امپرياليزم او سيكولريزم منل او د پردو چوپړ او پيروي ستاسي او ستاسي د هيواد، ستاسي د اصالت او ستاسي د وياړلو دودونو او تاريخ وركېده، ستاسي خوارېده او د پردو مرييتوب او ستاسي د اولادونو، په تېره ستاسي د لوڼو بې لاري او ستاسي څخه او د هغو له خپل دين او ټولني څخه پرديتوب دی.

او اولياي امور ته مو په درنښت وړانديز دی چي په دې مبارک حديث د کړني کوښښ وکړي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ، فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ، فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ» (مسلم،كتاب الإيمان، باب بيان كون النهي عن المنكر من الإيمان، وأن الإيمان يزيد وينقص، وأن الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر واجبان، 78 – (49) مخ).

د حديث ژباړه: له تاسي څخه (ټولو مسلمانانو ته عام خطاب دی، په تېره هغو ته خطاب دی چي حکام وي او د بدلون وس لري) چي څوک بد کار(هغه چي شرعاً او عقلاً بد ګڼل سوی وي؛کار وي، خبره وي که اعتقاد وي) وويني(په سترکو يې وويني او که يې علم په ورسيږي)، نو په لاس دي بدلون ورکړي. که دا نه سي کولای په ژبه دي بدلون ورکړي. که دا هم نه سي کولای په ژړه کي دي بد ځني يو سي او دا ډېر ضعيف ايمان دی. پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x