په محلي اردو د اربکیانو نومول به د اشرف غني وړۍ شړۍ نه کړي

ليکنه : مراد أنصار

که په نیږدې تاریخ کې د بهرنیو تیریګرو او تحمیلي نظامونو په وړاندې بریالیو چریکي جګړو ته ژور نظر وکړو دا مومو چې کله چریکي جګړې بریالیتوب ته نیږدې شوې دي بهرنیو تیریګرو او تحمیلي نظامونو یې په وړاندې بیلابیلې ملیشې تر ډول ډول نومونو لاندې رامنځته کړي دي ، د کمونستانو په دور کې د دفاعیانو ، ګیلم جم او نورو نومونو لاندې د وخت د مجاهدینو پر وړاندې ملیشې تشکیل شوې ، په عراق ، سوریه، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو کې هم د چریکي جګړو پر ضد له ورته ملیشو څخه کار واخیستل شو او د افغانستان په روانه جګړه کې هم ترې بهرنیان او د دوی ملګري کار اخلي ، خو تجربو دا ښوولې چې دغه ملیشې بهرني تیریګر او د دوی تپل شوي نظامونه د یو لړ ظالمانه موخو لپاره رامنځته کوي چې په لاندې ډول دي :

۱ – له تلفاتو څخه د خپلو اصلي ځواکونو ساتل

۲ – د ولس په منځ کې د کور په کور جګړې او دښمنۍ د رامنځته کولو لپاره تر څو اولس له جګړې څخه ستړی شي او په اولس کې په چریکیانو کړۍ راتنګه کړي.

۳ – د جګړې لیږدول بیلا بیلو انګیزو ته داسې انګیزې چې بدنامې وي او پر وړاندې یې مبارزه آسانه وي .

۴ – د چریکیانو او د دوی د ملاتړي ولس پر وړاندې هغه زور او شدت ته لاره هوارول چې د ظاهري داخلي او بهرني سیاست او تعهداتو له وجې د نظام اصلي ځواکونه سرته نشي رسولای.

۵ – په جګړه کې د مالي لګښت کمول او داسې نور…

خو تجربو دا هم ښوولې ده بالخصوص په افغانستان کې چې دغه ملیشې په نهایت کې د بهرنیو تیریګرو د تحمیلي نظامونو د غاړې طوق ګرځیدلې دي او د نړیدلو سبب یې شوې دي چې د ډاکټر نجیب پر وړاندې د ګیلم جم ملیشو قیام د دې حقیقت غوره بیلګه ده.

کله چې د امریکا پخواني ولس مشر جورج ډبلیو بوش په عراق کې د قومي اربکیو په وسیله یو څه عراقي چریکي جنګیالي کمزوري کړل، افغانستان ته یې هم دغه تجربه رانقل کړه او دلته یې هم د محلي پولیسو په نامه د اربکیانو تشکیلات رامنځته کړل. د لنډ وخت لپاره یې یو څه ګټه ورته لرله ځکه طالبان تر سخت فشار لاندې راغلل خو د وخت په تیریدو سره کرار کرار په تاوان ورته تمامیدل ځکه له ظلم او وحشت څخه یې ولس په تنګ راغی ، نفرت یې ترې پیدا کړ او له پخوا څخه یې زیاته د طالبانو مرسته پیل کړه او د طالبانو د جګړې انګیزه هم د دوی د ظلم او وحشت له امله پخیدله او اعتقاد یې ورته زیاتیدلو.

کله چې بهرنیان او تحمیلي نظام یې په دې پوه شول چې د محلي پولیسو له ظلم څخه ولس تر پوزې رارسیدلی دی پر ځای د دې چې د ولس غوښتنو ته لبیک ووایي او ټپونه یې ټکور کړي یوازې د محلي پولیسو نوم بدلولو ته یې ملا وتړله غواړي په دې سره هم ولس تیر باسي ، هم ځوانان او هم د محلي پولیسو په نامه اربکیانو ته چې هر ځای سخت ځپل شوي دي نوې روحیه ورکړي ، په شا یې وټپوي ، د جګړې لمبو ته یې ورټیل وهي او خپل اصلي ځواکونه چې له سختو ضرباتو سره مخ شوي دي او له سره نوی تنظیم یې وخت ته ضرورت لري شاته کړي.

خو د ډیرو کتونکو په باور اشرف غني به په دې سره خپلې وړۍ شړۍ نه کړي، ډیرې سیمې به له لاسه ورکړي او د محلي اردو تر نامه لاندې په نوو او زړو اربکیانو به د طالبانو د واک او نفوذ د پراخیدو مخه ونشي نیولای، یوازې د جګړې اور به له اطرافو څخه ښارونو ته راوړي او اطراف به تل د ړندو درندو بمباریو په اور کې سوځیږي چې په نتیجه کې به یې د بهرنیانو او د دوی د تحمیلي نظام پر وړاندې د افغانانو کرکه لا زیاته شي، باور به یې هم پرې ختم او په مقابل کې به يې له طالبانو سره مرسته او همکاري زیاته شي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د