fbpx
طالب سرتېري

طالبان په امتحان کې

خالد رعد

طالبان د خپل تحريک (اسلامي امارت) له پيل وړاندې په امتحان کې واقع و، هغه مهال هم د الله تعالی له امتحان سره مخ و، دا ځکه چې يوازې دغه قشر د روا او ناروا درک کولی شوای او د افغان مسلمان ملت هم ورته تمه کيده؛ نو مکلف و چې د ظالم د مخنيوي او د مظلوم د مرستې په خاطر لاس او پښې وښوروي، وروسته چې د هيواد په ۹۵٪ يې اسلامي نظام حاکم کړ، هم د امتحان شيبې يې وې، دغه راز چې نظام يې د امريکا او د هغوی د بهرنيو او کورنيو ملګرو لخوا سقوط شو، دا يې تر پخوا د سخت امتحان شپې ورځې وې، خو دا تحريک په دې ټولو امتحانونو کې کامياب او خپل مسؤليت يې ادا کړ، مګر اوس يو ځل بيا له سخت امتحان سره مخ دی.

خلک ګمان کوي چې د طالبانو د قطر دفتر کې له امريکايي وفد سره فيصله شوې، رسنۍ وايي ټرمپ خپلو افغاني ملګرو ته امر کړی، خو دولتيان وايي خپله يې فيصله کړې چې لرې پرتې سيمې به تخليه کوي او خپل وسلوال ځواک به د ولاياتو مراکزو ته ورټولوي، تر څو هم خپل پرسونل خوندي او هم ولاياتي مراکز وساتي.

د دې ستراتيژي له تعميل چې د امريکايانو او ايتلافيانو هرې موخې ته رسيدل مقصد دي او يا ترې د دوی د افغاني ملګرو هر رنګه غلامي او لاس پوڅي معلوميږي، موږ يې په دې اړخونو خبره نه کوو، بلکې په دې يې څه ليکو چې دغه د الله تعالی له لوري د طالبانو لپاره د افغان ولس په منځ کې د يو بل سخت امتحان پړاو دی.

امريکا پلوي او پردي پرست اشخاص که هر څه وايي، خو په دې کې شک نشته چې طالبان د ولس له منځه راپورته شوې هغه ډله ده چې د دې ولس خورا زياتې هيلې ورپورې تړلې او د ډيرو لويو ارمانونو د سر کيدو تمه يې يوازې همدوی ته ده.

همدې ولس، چې اوس يې په امريکايي ملاتړ او ډالرو مست داخلي ځواکونه له کليو ځان باسي، د همدې طالب سره اوږه په اوږه د دين او وطن په دفاع کې بې دريغه تکاليف ګاللي دي؛ نو ځکه طالب هم مکلف دی چې له برخليک سره يې د لوبيدونکو مخه ونيسي او هغه څه ورکړي چې دوی يې هيله ترې لري.

داسې ويره شته چې ممکن امريکا لرې پرتې سيمې د افغان ځواکونو پر ځای داعش ته پريږدي او يا شايد د خپلو استخاباراتو په توسط نورې ډلې پکې وپنځوي، تر څو د خپل استعماري حضور پايښت ته د سيمو په نا امنه کولو او د هرج و مرج په رامنځته کولو سره بهانه پيدا کړي او دغه راز په بين المللي سطحه خپل رقيبان سيمه ييز هيوادونه زمونږ په هيواد کې د لاس وهنې په جرم ګرم او دا هيواد د تل لپاره مستعمره وګرځوي.

نو که له امريکايي اړخ سره د طالبانو د لومړۍ ليدنې په مهال د سيمو په پريښودو موافقه نه وي شوې او د خلکو ويره پر ځای وي، بيا نو طالبانو ته ډير مسؤليت راجع کيږي او دا د دوی لپاره د يو بل سخت امتحان پړاو دی، چې بايد په کاميابي ترې د ځان ايستلو پوره هڅه وکړي.

په دې کې شک نشته چې امريکا د خپلو عسکرو له لاسه ورکول او ټريليونونه ډالره مصرفول په دومره اسانه او ارزانه ستراتيژي له ياده نه باسي، بلکې د دې ستراتيژي په توسط به يې ضرور د داسې موخو ترلاسه کول په نظر کې نيولي وي چې که طالبان يې مخه ډب نه کړي او خدای مکړه بې توجهي وکړي؛ نو کيدای شي افغان مظلوم ولس تر نن په کراتو لويې بدمرغۍ سره مخ شي او د افغانستان اوسنی کورنی حالت او بهرنی سياسي وضعيت له نن سبا ډير بدتر شي.

نو مطلب دا چې د امريکا د دغې ستراتيژي د پلې کيدو ورځې د طالبانو لپاره د يو لوی او سخت امتحان ورځې دي، دوی بايد په دې امتحان کې هم د نورو هغو په څير د ځان د کاميابۍ انتهايي کوښښ وکړي، تر څو هم هيواد له هرج و مرج څخه ژغورل شوی وي او هم دا پاک زړی او مظلوم ولس له نورو ناخوالو خلاص وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د