د ننګرهار خوندیتوب ملي اردو ته سپارل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې له وروستیو پرلپسې ډله‌ییزو بریدونو وروسته امنیتي چارواکو د دې ولایت د خوندیتوب مسؤلیت ملي اردو ته وسپاره.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي د وروستیو بریدونو له امله د نورو ممکنه بریدونو د مخنیوي په خاطر د دې ولایت امنیتي مسؤلیت د ۲۰۱ سیلاب قول اردو عسکرو ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې دی چې د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې د اربکیانو تجربه هم د نورو ولایتونو په څېر ناکامه ثابته شوه.

تېره ورځ هم د کډوالو چارو ریاست د یو ډله‌ییز برید شاهد و، چې د خوږياڼي په وینا ۱۵تنه پکې ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

تر هغه وړاندې د قابله ګانو پر یو روزنیز مرکز او تر هغه وړاندې د پوهنې پر امریت ورته بریدونه وشول.

د ننګرهار د چارواکو په وینا په لنډه موده کې شاوخوا ۳۰ بریدونه او چاودنې شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د