یوسف رشید

ټیفا: د ولسمشریزو ټاکنو وختي اعلان؛ اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي دوی دې اندېښنې په سر اخیستي چې تر وخت وړاندې له تیاري پرته د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شوه.

د ټاکنو کمیسیون پرون اعلان وکړ، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.

د ټیفا اجراییه مشر یوسف رشید وايي په نظام کې د ننه او د باندې سیاستوال پر حکومت بې باوره دي او پر دې سربېره نړیواله ټولنه هم پوښتنې لري.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی چې د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته ګوري، نو یا باید ولسمشریزې ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي یا به يې هم د بدو پایلو شاهدان واوسو.

رشید وايي که له اعلان سره سم ټاکنې پخپل وخت ترسره کېږي له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د ټاکنو کمیسیون دعوه کړې چې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځوس سلنه تیاری لري.

د دې کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي یوازې په مالي برخه کې ستونزې لري چې حکومت یې باید پر وخت غم وخوري.

هغه نن په یوه خبري کنفرانس کې دا هم وویل، چې تر نهو میلیونو ډېرو کسانو د رایه اچونې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

تر دې وړاندې د ګوندونو او ارګ تر منځ ناندریو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې د نوم لیکوونکو شمېر تر درې نیم میلیونه نه اوړي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تیاري دعوه کوي، چې تېره ورځ يې د ولسوالیو شوراګانو د ځنډ وړاندیز هم وکړ، چې لا يې وروستۍ پرېکړه نه ده رسنیزه شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د