طالبانو په شمال کې د داعش د بشپړې بیخکنۍ خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۰زمری ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې په جوزجان ولایت کې يې د داعشي وسلوالو جرړه له بیخه ایستلې او په دې توګه یې د هیواد ټول شمالي ولایتونه د یادې پدیدې له شره وژغورل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د داعشي وسلوالو پر خلاف عملیاتو یې ۲۴ ورځې وخت ونیو او تېره ورځ په داسې حال کې پای ته ورسیدل چې ۹۲ داعشي وسلوال یې وژلي، ۵۱ ټپیان کړي او ۱۲۸ تنه ژوندي نیولي.

نوموړی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د معمول سره سم د کابل حکومت د «داعش نوازۍ» هڅې ونه دریغولې او د درې لوړپوړو مشرانو په ګډون یې ۲۱۶ تنه داعشیان په حکومتي چورلکو کې له ساحې وایستل او ژوندي وژغورل.

ښاغلي مجاهد وايي چې یاد عملیات یې په خورا احتیاط پرمخ وړل، ځکه چې «امریکايي اشغالګر له داعشیانو څخه وخت په وخت دفاع کوله» او طالبانو د هوايي حملو سربېره پرمختګ ته دوام ورکاوه.

اعلامیه زیاتوي چې د داعش د بیخکنۍ دغه عملیات یې د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو له استقامت څخه د خپلې نظامي قطعې په مټ ترسره کړي او په پایله کې يې د قوشتیبې او درزاب ولسوالۍ ټولې سیمې په بشپړ ډول تصفیه کړي دي.

ښاغلي مجاهد دغه عملیات ولس ته د خوښۍ زیری بللی او په نورو سیمو کې د داعش وسلوالو ته د عبرت اخیستنې خبرداری ورکړی.

«اسلامي امارت په جوزجان کې د داعشي فتنې د کاملې محوې په اړه خپل ټول ولس ته مبارکي وايي او د هیواد په ځینو نورو برخو کې د داعش په نوم فتنه اچونکو ډلو ټپلو ته هم پیغام ورکوي چې له بې ځایه مقاومت څخه لاس په سر شي او مخکې له دې چې د جوزجان د داعشیانو له ذلت بار برخلیک سره مخ کیږي باید وسله پرځمکه کیږي او له شرارته لاس واخلي».

طالبانو په دې عملیاتو کې د خپلو ۱۷ تنو د وژل کیدو او ۱۳ ټپیانو پخلی کړی.

د اعلامیې په وینا، طالبانو د جګړې په ترڅ کې يې ګڼې سپکې او درنې وسلې ترګوتو کړي او ګڼ شمېر وسائل داعشي وسلوالو پخپله سوځولي دي ترڅو د طالبانو له ښې يې وباسي.

تر اوسه حکومت او بهرنیو ځواکونو د داعش د دغې ماتې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د