نومیالي / فکرمل طالب

مونږ د نړۍ ناړامي وزغمله
مونږ په نړۍ کې نومیالي پاته شو

مونږ زمانې سره بدل نه شولو
مونږ لا هم هغه پروني پاته شو

خو دومره ده چه تکتیک نوی نوی
خو په ایمان باندې قوي پاته شو

مونږته له هسکه نصرتونه راځي
مونږه له هسکه بریالي پاته شو

مونږپه تش لاس باندې ګټلي جګړې
مونږ په تش لاس دوخت سړي پاته شو

مونږ دمرهټو ريښې اوویستلې
مونږ دمرهټ په دښمني پاته شو

مونږاندلس مونږبخارا ګټلې
مونږ دطارق په ملګري پاته شو

مونږ غلامي شکر منلې نه ده
مونږ درب شکر ده اصلي پاته شو

مونږ دیوه قائد تر امر لاندې
پخپله ټوله زندګي پاته شو

مونږ فکرمله د جانان وارثان
مونږ طالبان وو طالبي پاته شو

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د