انګلستان لومړۍ لوبډله شوه چې ۱۰۰۰ ټیسټ لوبې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۷ل): په نړۍ کې د کرېکټ بنسټګره لوبډله «انګلستان» د نړۍ لومړۍ لوبډله شوه چې خپله ۱۰۰۰مه ټیسټ لوبه یې نن د هندوستان لوبډلې پر وړاندې پېل کړه.

د انګلستان کرېکټ لوبډلې د کرېکټ په نړۍ کې نوی ځانګړی ریکارډ جوړ کړ، او یوازینۍ لوبډله شوه چې په ټیسټ سیالیو کې یې ۱۰۰۰ لوبې پوره کړې، دوی د هندوستان لوبډلې پر وړاندې پخپل کوربه توب دغه تاریخي سیالۍ پېل کړه.

انګلستان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د استرالیا لوبډلې پر وړاندې په ۱۵م مارچ ۱۸۷۷م کال کې د استرالیا په مشهور لوبغالي میلبورن کې پېل کړه، دغه سیالۍ کې استرالیا لوبډلې د ۴۵ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه، او همدغه د کرېکټ په تاریخ کې لومړۍ ټیسټ لوبه وه.

انګلستان تر دې دمه په ۱۰۰۰ سیالیو کې ۳۵۷ لوبې ګټلي، له دوی وړاندې استرالیا لوبډلې په ۸۱۲ سیالیو کې ۳۸۳، ویسټ انډیز په ۵۳۵ سیالیو کې ۱۷۱، سویلي افریقا په ۴۲۷ سیالیو کې ۱۶۱، نیوزېلنډ په ۴۲۶ سیالیو کې ۹۲، هند په ۵۲۳ سیالیو کې ۱۴۵ او پاکستان په ۴۱۵ سیالیو کې ۱۳۴ لوبې ګټلې دي، چې افغانستان یوازې تر دې دمه یوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړې ده.

انګلستان لوبډله د کرېکټ په نړۍ کې تاریخي لوبغالي هم لري، چې ددې څخه یې په لندن مشهور ښار کې د «لارډز» لوبغالی یو له پخوانیو لوبغالو څخه دی، چې په ۲۲ جون ۱۸۱۴م کې لوبو ته پرانیستل شو او د ۳۰۰۰۰ کتونکو ناستې وړتیا لري، دغه لوبغالی ځانګړې ښکلا هم لري.

کرېکټ لوبه د انګلستان په سویلي ختیځ په ۱۸مه پيړۍ کې په لومړي ځل پېل شوه، چې لومړۍ نړیواله سیالۍ په ۱۸۴۴م کال او لومړۍ ټيسټ سیالۍ په ۱۸۷۷م کې پېل شوه.

همدا ډول د وخت په تېریدو سره په کرېکټ کې پرمختګ وشو، چې پنځوس اوریزې سیالۍ رامنځته شوې، په کال ۱۹۷۱م کې د انګلستان او استرالیا ترمنځ په میلبورن لوبغالي کې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه، دغو سیالیو تر ډیره دوام وکړ چې په ۲۱مه پیړۍ ۲۰۰۵م کال کې شل اوریزې سیالۍ رامنځته شوې چې تر ټولو ډیر مینوال لري.

یاده دې وي چې ټیسټ یوازینۍ «پنځه ورځنۍ» نړیوالې سیالۍ دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا د غړیتوب نه پرته هیڅ لوبډله نشي کولای ترسره کړي، دغه سیالۍ د هرې لوبډلې لپاره په یوه لوبه کې دوه پاڼۍ لري، پنځه ورځې لري خو اورونه یې محدود نه دي.

په دې انځور کې کتلای شئ چې کومې لوبډلې څومره ټیسټ سیالۍ ترسره کړي!!