پژواک: ګڼ نوماندان په څارنوالۍ کې دوسيې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): پژواک خبري اژانس داسې اسناد خپاره کړي چې پارلماني ټاکنو ته لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې بېلابېلې دوسیې لري.

د سرچينې په وینا د دې کسانو چې ډېری يې برحاله د ولسي جرګې غړي هم دي، په لویه څارنوالۍ کې د غصب، تښتونو، قاچاق او نورو ډول ډول جرمونو دوسيې لري.

پژواک د دې کسانو پوره شمېر ۶۲ تنه ښوودلی چې مفصل راپور يې پرې خپور کړی دی.

د ټاکنو کمیسیون وايي دوی د تورنو کسانو اړوند شوي شکایتونه څېړي او منصفانه پرېکړې به کوي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي هر څوک حق لري چې د نوماندانو اړوند شکایتونه ثبت کړي، که تورن کسان مجرم وپېژندل شي له وروستي لسته به حذف شي.

تېره ورځ په همدې تړاو د غصب پر تور ملا تره خېل د نوماندۍ له لیست لرې کړل شو، چې پلویانو يې ټوله ورځ د بګرامیو لار تړلې او اعتراضونه يې پیل کړي و.

ملا تره خېل د ملي امنیت رییس سره په تلیفوني خبرو کې د خلکو تر مخ ټینګار وکړ، چې دی توري او سپیناوي ته حاضر دی او د شکایاتو کمیسیون باید اسناد وړاندې کړي.

پر هغه تور دی چې د کابل په ختیځ کې يې پراخې سیمې غصب کړې دي.

ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د