
افغانستان
کانکور کې د افغان ترک ښوونځې زده کوونکې عمومي اولنمره شوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): د روان لمریز کال د کانکور په پایلو کې د افغان ترک ښوونځي یوې فارغې د هېواد په سطحه ډېرې نمبرې اخیستې دي.
د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له لوري نن د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې، چې پکې تهمینه د عبد الصبور لور د افغان ترک ښوونځي فارغه د ۳۵۳٫۴۶۶ نمرو په اخیستو لومړۍ نمره اعلان شوه.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کانکور لپاره ټولو ۲۰۰۴۶۱ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې ۱۵۸۵۸۹تنو په کانکور کې عملاً برخه واخیسته.
د دوی له ډلې ۶۰زره او ۵۱ تنو د لوړو زده کړو دولتي مؤسساتو، ۱۲زره او ۴۹۸تنو نیمه عالي، ۶۶زره او ۸۰۳ تنو خصوصي مؤسساتو ته لار موندلې او تر ۱۹ زره ډېر ناکام شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې د کامیاب شویو له ډلې۹۱۶۰۰ تنه هلکان او پاتې نورې نجونې دي.