fbpx

پلازمېنه کابل کې نږدې دوه سوه ښوونځي ودانۍ نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ولایتي چارواکي وايي نږدې دوه سوه بابه ښوونځي يې لا هم ودانۍ نه لري.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن د ولسوالیو د پوهنې له مسؤلینو سره په غونډه کې د پوهنې اړوند ستونزې را برسېرې کړي.

هغه وویل په پلازمېنه کابل کې ۱۶۲ بابه ښوونځي ودانیو ته اړتیا لري، ۳۵ ښوونځي بیا رغونې او ۶۳ نور کرایي کورونو ته اړتیا لري.

همدارنګه هغه زیاته کړه چې په کابل کې ۴۷۲۷۸ ماشومان له زده کړو بې برخې دي او ګڼ ښوونځي مو د تجهیزاتو او کتابونو له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کابل والي دا هم وویل چې په ټول ولایت کې ۷۲۷ تعلیمي ادارې فعالې دي چې پکې ۳۳۴۰۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې دی چې همدا روان کال د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني د پوهنې کال ونوماوه او ژمنه يې وکړه چې په ټول هېواد کې به ۶۰۰۰ نوي ښووڼځي جوړ کړي.

محمد اشرف غني لکه د نورو ګڼو وعدو په څېر په دې برخه کې هم تر اوسه لا ناکام ښکاري.

یاده دې وي کابل کې ګڼ دولتي ښوونځي نه یوازې دي چې د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي، د زده کړو له کیفیته يې هم وخت پر وخت اندېښنې په ډاګه شوې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

نالت پر دې فاسدو غلو عناصرو ټولې مردارې پيسې یې غلا کړې نو ښوونځی به له کومه شي !
دغه فاسدین د یوه ریښتیني تولید پر ځای غلا وې کوي ، په حرامزادګي ، قطل ، درواغو کې لوی
مهارت لري او په عین حال کې خپل اولس په اشغالګرو وژني !!