طالبه راشه! چې لاس دې ښکل کړم

ډاکټر جمال الدین پارسا

طالب جانه او د ګران وطن پاسپانه! نه پوهیږم په کومو تورو دې هرکلی او قدرداني وکړم. په تیرو نږدې کلونو کې هر وخت چې زما په غریب اولس او ښایسته هیواده کومه فتنه را نازله شوې ده، نو مقابلې ته یې تر هر چا مخکې ته وروړاندې شوی یې.

طالب جانه زما په یا دي. ۲۳ کاله پخوا، هغه وخت چې زموږ په هیواد کې ښار په ښار او کلي په کلي کورنۍ جګړه روانه وه، د ټوپکیانو، پاټکیانو، فتنه ګرو او داړه مارانو راج وو. د هیواد ښایسته پلازمینه کابل یې په کنډوالو بدل کړ، ملي افتخارات، موزیمونه، ارشیفونه او اقتصادي زیربناوې یې چور او تالان کړې، د هیڅ افغان سر، مال او عزت خوندي نه وو.  زموږ د روشنفکرۍ، علم او کمال دعوه دران یا خو د ګور د چینجیانو غوندې د یو بل په خوړلو بوخت وو او یا یې هم د هیواد د بدې ورځې ننداره کوله. هیواد وال په سخته ناامیدۍ کې ډوب وو. د امید وروستۍ ډیوې هم په ګُل کېدو وې.چې دهیواد له جنوبي افق نه ستا د سپینې پګړې وړانګې په ځلیدو شوې. په ډیره کمه موده کې د ټوپکو، پاټکو، پوستو، جګړه مارانو، ملیشو او جنګي تماشو ټغر ور ټول کړ. هیواد ته دې تاریخي سکون او امنیت را ستون کړ. تاریخي افغانستان له ټوټه کیدو وژغورل شو، او له هرات تر کونړه د یوه بیرغ لاندې ملت سره متحد او د اسلامي واکمنۍ په نورانۍ پلوشو مزین شو.

خو د شیطاني نړۍ کله زموږ په مسلمان اولس دغه زرینه واکمني پیرزو وه، د نړۍ سترو فرعونیانو زموږ په هیواد یرغل وکړ، زموږ هیواد یې اشغال او زموږ ملي استقلال، ځمکنی تمامیت او ملي حاکمیت یې را نه سلب کړ. دغه وخت یو ځل بیا د نا امیدۍ سیلې را والوته. د هیواد او نړۍ په کچه هیڅوک حاضر نه ول چې د خپل ملي استقلال د بیا ګټلو لپاره د قربانۍ او میړانې ډګر ته وړاندې شي.

نو زما ګرانه طالب جانه! بیا هم ته وې چې دې درانه بار ته دې اوږه ورکړه، خپله ښایسته ځواني دي د امریکایي الوتکو د بمبار لمبو ته وقف کړه، هر ایثار او قربانۍ ته دې تن کیښود، خو د خپلواکۍ او ازادۍ توغ دې غورځیدو ته پرې نه ښود. په تیرو اوولسو کلونو کې چې تا د افغان اولس د اسلامي او ملي تشخص د اعادې لپاره کومه مبارزه کړې، باید چې په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي. تا د حریت پالو او ازادي غوښتونکو په تاریخ کې نوی باب پرانیست، په یوازې ځان دې  د ټولې شیطاني نړۍ سره ډغره ووهله او په پای کې دي دوخت فرعونیان دې ته آماده کړل چې کرار کرار د هیواد له اتیا فیصده خاورې خپل د اشغال ټغر ورټول او له هیواده بشپړې تیښتې ته ځانونه آماده کړي.

طالب جانه او د افغانستان پاسبانه!

ژر یا وروسته هغه ورځ را روانه ده چې یو ځل بیا زموږ د استقلال بیرغ د هیواد په روح بښونکي فضاء کې وزرونه ورپوي او په هر رپ کې ستا په همت او غیرت زر آفرینونه ووایي. . . . نو داویاړ دې هم مبارک شه!

طالب جانه او د هیواد پاسبانه!

څو کاله وړاندې زموږ په هیواد یوې بلې فتنې یرغل راووړ، د داعش په نوم یوه مرموزه، بې رحمه او وحشي ډله پیدا شوه، له ځان پرته یي ټول مسلمانان تکفیر کړل، د خدای بندګان  یې ژوندي ژوندي په اورونو کباب کباب کړل، د الله تعالی په اشرف مخلوق انسان یې هغه کانې وکړې چې تر اوسه یې چا تصور نه و کړی. د مرګ او قتل بیلابیل نمایشونه یې وړاندې کړل، سپین ږیري مسلمانان یې په بمونه تیکه تیکه کړل، بې ګناه او ناخبره مسلمانان یې په داسې بې رحمۍ ووژل چې شاید څوک چرګان هم داسې په ډلییز ډول ذبح نه کړای شي.

دغې ډلې د هیواد په شمال درزاب کې ځاله جوړه وه، هره ورځ یې خلک وژل، تښتول، بې عزته کول او حتی د مساجدو امامان یې ذبح کول. امریکایي اشغالګرو او د کابل د تخت واکمنو کوښښ کاوه چې دغه ډله نوره هم پیاوړي شي تر څو د دوی نړیوالې استخباراتي دسیسې بریا ته ورسوي. هغوی په دې کیسه کې نه وو چې فتنه ګر داعشیان روزانه د څومره بې ګناه خلکو وینې بهوي.

په دې سخته ورځ د افغان اولس سترګې یو ځل بیا ستا پر خوا وې، تر څو له داعشي بلا څخه نجات ورکړې. او تا یو ځل بیا د خپل مسلمان اولس د دفاع فریضه انجام کړه، په داسې حال کې چې شیطاني یرغلګر هم د داعشیانو پر خوا وو او پر تاسو یې بمبارونه کول، خو تاسو د سر په قربانۍ دغه خطرناکه فتنه هم محو کړه.

نن خبر شوم چې د جوزجان په درزاب کې د داعش ځاله ړنګه شوې او پاتې شوني وحشیان یي حکومتي څرخکو پورته کړي دي. نو طالب جانه!  تا چې خپل مؤمن اولس ته له یوې بلې غیر انساني ډلګۍ څخه نجات ورکړ او په تکفیري خوارجو دې مور بوره کړه، نو راشه چې لاس دې ښکل کړم.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شاه پسند
میلمه
شاه پسند

ښه ليکنه دي کړې په قلم دې برکت شه

ښاغلی
میلمه

ليکوال صیب تاسو ښه ټکي ته اشاره کړي او ډير کارونه دي چې د قدرداني وړ دي. خو زموږ يوه بله غوښتنه هم شته هغه دا چې، بايد سر له نن څخه طالبان په خپلو کسانو باندي دومره کار وکړي چې که سبا له خیره سره د افغان جګړي غوټه له غاښ پرته په ګوته خلاصيږي نو دوی په ذهني لحاظ په پوره اخلاص د مشرانو فیصلي و مني او احترام او درناوی يي وکړي. انديښنه خو اوسمهال نشته خو سړی بايد ډير محتاط وي ځکه هر څوک له هر فرصت څخه ګټه پورته کوي، مطلب که سبا طالبان سولي… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

ښاغلی صاحب ! ستاسی پوښتنه په ځای، مګر د طالبانو په نمایندګی به ستاسی د ډاډ د پاره ولیکم چه طالبان د الله ج لښکر دی په دغه یوویشتمه پیړی کی چه دجالی استعمار اخری وحشت ته رسیدلی ټوله نړی یی له ځانه سره د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو دپاره د ډالرو او برچی په زور ملګری کړی او دوی په تش لاس چه نه یی شمیر ، نه یی روزنه ، نه یی وسلی او نه یی وسیلی د هغوی سره مقایسه کیږی او حتی نه یی د هستوګنی ځای او نه یی اکمالاتی او لوژیستیکی وسیلی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پارسا صاحب ! الله ج دی جنتونه درکړی ، ښکلی او په حقایقو ولاړه لیکنه دی لیکلی . په رښتیا هم طالبانو لمړی خپله بندګی په ښه ډول ترسره او بیا یی د خپلو هیوادوالو د خپلواکی بیرغ یو ځل بیا په ویاړلی هیواد ورپولو او هم یی یو ځل بیا دی هیواد ته د لویو قدرتو د هدیری لقب ویاړنه ترلاسه کړه او ….. مونږ چه ستاسی لیکنه لوستله له ډیرو احساساتو می وژړلی او په ځانګړی دغه د طالب مچاهدو ورونو انقلابی تصویرونه ته چه ګورم لکه جنتیانو ته چه ګورم دیدن یی ثواب لری الله ج دی… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

نه آشنایه داسی نده. انسان دوه لاسونه لری، دواړه لاسونه باید د سالم فکر او سالمی عقیدې او سالم عمل او کردار فرمان ومنی، داسی نه کیږی چه یو لاس د خیر کار تر سره کوی او بل لاس د شرّ. په تاند ویبپاڼه کی لیکلی شویدی چه طالبانو د لوګر- پکتیا په لویه لیاره کی د موټرونو څخه څه باندی شل کسان کوز کړی او یرغمل کړیدی، که دا خبر رشتیا وی دا خو یو شرّ آمېزه او د ټولو قوانینو خلاف کار دی، حتی که هغوی بېچارګان د دولت مامورین هم وی طالب ته هیڅ قانون دا اجازه… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

غ حضرت صاحب ! تاسی که مونږ په اشنا یا بل هر عام توصیفی نوم مسمی کوی مننه کوم مګر زه تاسی سره تر هغی هم ډیره مینه لرم او د ښه مسلمان په حیثیت درسره وخت ناوخت د مفاهمو دپاره درسره پوهاوی کوم . تاند او تاند چلونکو په اړه که لږ معلومات تر لاسه کړی ښه به وی هغه وایی او هغه کوی چه ورته ویل شوی وی نړیوال دجال استعمار تر مرمیو ډیر دالر کاروی او د ډالرو یوه برخه همدغه چه د میدیا یوه برخه یی خبل ملکیت او غلامان یی پکی ګمارلی او یوه برخه… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

ډاکټر جمال دین پارسا :په دې یویشتمه پیړﺉ کې چې هر څوک د خپل ځان په غم کې اخته دی زویه له پلاره پلار له زویه بیزاره دی په دومره حساس نازک حالاتو کې بیاهم طالب جان دین ساتی او د یویشتمې پیړۍ د فرعونیانو هر قسم پلانونه یې ناکام کړل نن په ټوله دنیا کې مسلمانان له جهاد څخه منکر شوی هه که چیرته د ګوتو په شمیر خلک پاته وی مګردا دا یو ملت ده چې 43 ملکونه څرخوی داده اخلاص عقیدوی جنګ نن طالب جان دا غټ استعمار په ګونډو کړ نن بیا د نړۍ مسلمانان د… نور لوستل »