ننګرهار کې ډله‌ییز بریدګر، له برید وروسته اسمان ته الوزي

ولي الله روفي

پر تلویزونونو به سره سره خطونه تېر شو، ټولو به د «خبر عاجل» نارې وهلې، فیسبوک به جعلي او اصلي تصویرو پر سر واخیست، راډیو ګانو به سندرې قطعه کړې، څه شوي؟ یوه ډله فدایانو پر کوم نظامي مرکز برید کړی، طالبانو به د برید مسؤلیت واخیست شېبه پر شېبه به يې معلومات شریکول، حکومت به د ځان د ضعف پټولو په خاطر د فدایانو شمېر ډېر ښود او پرلپسې به يې نارې وهلې، یو ووژل شو، دوه لا جګړه کوي، دوه ساعته وروسته به يې بیا وویل یو بل ووژل شو، خو دوه نور لا جګړه کوي…

کله به چې برید ختم شو، نو د تلفاتو د پټولو لپاره به دولت وزیري عینکې پر پوزه وټومبلې نېغ به د رسنیو مرکز کې سټيج ته ودرید، د سر سپین ویښته به يې تر پښو لاندې کړل او شروع به يې وکړه: امنیتي ځواکونو په مېړانه په لسو ساعتونو کې بریدګر له پښو وغورځول، دښمن د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی په داسې بریدونو موږ د امریکا له ملګرتیا نه شي پښېمانه کولی، پسې اوږده به يې کړه، زموږ دوه سرتېري سرسري ټپیان شوي خو متاسفانه دوه پنځوس ملکي وګړي په نظامي مرکز کې د ننه وژل شوي، فیسبوکي دولت وزیرانو به د بغداد تصویرونه د کابل په نامه تېر کړل، یو بل به د کویټې قبرونه د کابل په کومه غونډۍ کې کېندلي قبرونه یاد کړل، ولې؟ ځکه چې د برید عظمت ټيټ وښيي…

بیا به هم لا تبلیغاتي زور پای ته نه رسېده، له جګړې وروسته به يې د فدایانو جسدونه کتار واچول، ټټرونه به يې ور لوڅ کړل، پښې به يې تر ګونډو پورته لوڅې وې، ویښتان به يې سره ور ګډوډ کړل او چې څومره يې وس رسېده ظاهراً يې بدرنګه معرفي کول، بیا به نو امنیتي ځواکونه ګوتې په ماشو د دوی سرونو ته ودرېدل او د کېمرو فلشونو به برېښناوې شروع کړې، د تصویرونو به خرچی خوت، د تلویزونو لایف نشرات به روان و او فیسبوکي خیاطانو به د څو ساعتونو لپاره هم دا تصویرونه کورفوټو او د دولت وزیري پوسټونو ته به يې لو زړونه ور خوشی کړل…

خو ننګرهار کې دا څویم ځل دی چې ډله‌ییز برید کېږي، هیڅوک پوښتنه نه کوي چې دا بریدګر له برید وروسته چېرته ځي؟ که وژل شوي دي نو څه شول جسدونه او ولې هغه د امنیتي ځواکونو تمثیل نه ترسترګو کېږي؟ په اطلاعاتو کلتور ریاست ډله ییز برید وشو، پر پوهنې امریت ډله ییز برید وشو، د قابله ګانو پر روزنیز مرکز برید وشو او پرون بیا د کډوالو چارو پر ریاست برید وشو، خو هیچرته يې بریدګر نه ژوندي معلوم شول نه يې جسدونه پر رسنیو را ښکاره شول، مګر عطاءاالله خوږیاڼي به يوه ټپه ټولو بریدونو کې زمزمه کوله، چې خلاص سرونه به پرې خلاصېږي.

د دې ټولو بریدونو پر وخت به عطاءالله خوږياڼي د بریدونو په لومړیو کې لا ټینګار کاوه چې تلفات به نه لري، ځکه مامورین مو خوندي ځایو ته رسولي دي، دې ځوانکي ته ټول خلک د ننګرهار څو فرهنګیان ښکاري چې په پټو سترګو هر څه مني، کله چې ډله ییز بریدګر برید کوي نو د منظم پلان له مخې د ساحې تر درک معلومولو وروسته برید کوي او ټاکلی ځای محاصره کوي چې د باندې وتلو هیڅ لاره نه وي، خو ننګرهار کې هر ځل تر برید وړاندې مامورین نه وي، په هر ډله ییز برید کې څو تنه ټپیان او ووژل شي، چې د مهاجرینو ریاست کې يې د وژل شویو شمېر تر پنځلسو ورسید، دلته لکه چې د ډرامې ډایریکټر کومه غلطي کړې وه کنه د دوی د دومره تلفاتو زړه نه و.

د عطاءالله خوږیاڼي دې زمزمې ته نن په جوزجان کې د حنیف اتمر کاکړۍ ځواب ورکړ او ټولې اندېښنې يې یوې خواته کړې، جوزجان کې له طالب سرتېرو سره په جګړه بوخت داعشیان له محاصرې وروسته د اتمر چورلکو د طالبانو له منځه را پورته کړل او شبرغان ته يې ورسول، نو د عطاءالله خوږیاڼي د زمزمې هم مانا دا وه چې که د برید پر وخت د دوی رینجر مینجر یا هم چورلکه د برید په منځ کې ولیدل شوه، خلک دې دا نه وايي چې بریدګر يې خوندي ویستل بلکې ودې مني چې دوی مامورین خوندي ځایو ته رسولي، بیا که چا پوښتنه کوله چې ښه نو دا بریدګر څه شول، ورته دې ویل شي چې د هغوی جسدونه په دې کره کې د خښېدو نه و، نېغ يې هغې دنیا ته له جسدونو سره تشریف یووړ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د