د ډي کاک د پام وړ توپوهنې سرېلنکا ماته کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا او سرېلنکا ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ډي کاک په زړه پورې توپوهنې سویلي افریقا ته چټکه بریا ورکړه.

د سرېلنکا په ډمبولا لوبغالي کې نن د سرېلنکا او سویلي افریقا ترمنځ دویمه سیالۍ ترسره شوه چې په کې سرېلنکا لومړی توپوهنه وکړه، دوی که څه هم د ډیکویلا پرته ښه پېل ونکړ خو وروسته لوبډلمشر میتیویز مسوولانه لوبه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډلې اوپنرانو کوینټین ډي کاک او هاشم املا په زړه پورې پېل وکړ چې ۹۱ منډې ملګرتیا یې وکړه، هاشم املا ۴۳ او ډي کاک ۸۷ چټکې منډې جوړې کړې، ددوی وروسته فاف ډوپلیسي ۴۹ او جی پي ډومیني ۳۲ منډې جوړې کړې.

په همدې ډول سویلي افریقا لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۳م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ، ډي کاک د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

یاده دې وي چې له دې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې هم سویلي افریقا سرېلنکا ته ستره ماتې ورکړې وه، ددوی ترمنځ دوه ټیسټ سیالۍ هم ترسره شوي چې په کې سویلي افریقا لوبډلې حیرانوونکې ماتې وخوړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د