د تصوف او روحانیت مینه والو ته زیری او خبرتیا

درنو مسلمانانو وروڼو! د تصوف، عرفان او روحانیت مینانو ته زیری ورکول کیږي چې د تصوف د نقشبندیې، معصوميې مبارکې طریقې د ستر لارښود او د کابل د قلعه جواد د حضراتو حضرت نورالمشائخ او ضیاء المشائخ (رحمهما الله تعالی) سجاده نشین حضرت محمد امین جان اغا مجددي مبارک او ورسره د کورنۍ نور معزز اعضاء د را روانې شنبې- هفتې- په ورځ چې د ۲۰۱۸م کال د اګست ۴ تاریخ کیږي د کوټې ښار ته په څو ورځني سفر تشریف راوړي. او دلته به لومړی د حضرت ضیاء المشائخ یوازیني حیات او وروستني خلیفه صاحب حضرت استاذ المشائخ جناب خلیفه صاحب عبدالحکیم مشهور په بشیر خیلفه صاحب عیادت کوي او د یکشنبې په ورځ – د اګست په ۵تاریخ – به د حضرت شیخ المشائخ جناب حضر خلیفه عنایت الله صاحب مشهور په کسټم خلیفه صاحب په مدرسه کې د تصوف په یوه اصلاحي او روحاني ستره اجتماع کې ګډون هم کوي.
له ټولو مسلمانانو خصوصاً د علماء کرامو، مخلصینو، خلیفه صاحبانو او د حضراتو او روحانیت له مینانو څخه په درنښت هیله کېږي چې د حضرت امین جان اغا صاحب د هرکلي او ښه راغلاست له کاروان سره مله شي.
وخت او ځای: د ماسپښین دوه بجې او څلویښت دقیقې ( 02:40pm) د کویټي ښار هوایي میدان – ایرپورټ- ته ځان او ملګرو سره راسئ.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صدیق
میلمه
صدیق

د تصوف د نقشبندیې، معصوميې مبارکې طریقې د ستر لارښود او د کابل د قلعه جواد د حضراتو حضرت نورالمشائخ او ضیاء المشائخ (رحمهما الله تعالی) سجاده نشین حضرت محمد امین جان اغا مجددي مبارک دا پورته نوم دی او که د لیلی مجنون قصه؟ ګرانه په لنډه طریقه ولیکه چې محمد امین جان اغا کوټې ته راغلی دی او په یوه اصلاحي جلسه کې به اشتراک وکړي او محترمو مینوالو ته خبر ور کول کیږي چې که غواړی په دغه جلسه کې اشتراک وکړي نو را تللای شي. افسوس افسوس نبی علیه السلام ته فقط محمد صلی الله علیه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

صدیق صاحب مننه او ستاسی د تبصری په تایید او تعقیب لیکم چه: دا سمه ده چه د حضرت محمد ص حیات کی به لکه دوی چه ورته صحابه صفه وایی کومی ډلی په نبوی مسحد کی ډیر عبادت او ذکر کولو او هغه ډلی ته به د صفی یا تصوف کوم نوم یاد شوی له هغه نوم څخه یهودانو او د اسلام نورو دشمنانو د اهل تشیع ، قادیانیانو ، بریالویانو ، بهایانو او داسی نورو په شان د اسلام پله لیار جوړولو هڅه کړی او د صوفیت په نوم یی دغه فتنه رامنځته کړی او دغی ته یواځنی… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د نورو خوشَیو د ټولېدو ستړیا مو لږ ده چه دا انګریزی خوشائي مو هم د غاړی شوه؟

نالوستی
میلمه

ياره دا الحاج استا‌‌ذ بيانزی صاحب څومره لوی استاذ او عالم ده. د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مبارک نامه سره يې څنګه د ”خير الکلام ما قل ودل “ سره سم ص ليکلی ده؟ دا اسلامي عالمان څله وايي چي د هغه د سپېڅلي نامه سره اوږد صلی الله علیه وسلم وليکل سي؟! او وايي چي د هغه د مبارک نامه سره بشپړ صلی الله عليه وسلم ليکل د الله د امر پلي کول بلل کيږي ؟! او يوازي (ص) يا (صلعم) ليکل ښه نه دي، ځکه په دې کي د الله د دې امر سره مخالفت… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نالوستی وروره! زه په نیونو نه خوابدی کیږم ، زه که په شاګردانو کی وشمیرل شم هم ویاړم خو جاهل هم نه یم چه د چا په سالمو نیوکو خوابدی شم که څوک نیوکه ولری او هغه نیوکه یی سمه او په ځای وی زه یی ستاینه او مننه کوم د الله ج د نوم سره د ( ج ) لیکل جواز لری د پیغمبر د نوم سره ولی جواز نه لری؟ که تاسی علمی او سمه څیړنه کړی وی سمه ده له دی وروسته به پوره نوم لیکو زه ستاسی خبره نه ردوم له دی وروسته به پوره لیکو… نور لوستل »