د تصوف او روحانیت مینه والو ته زیری او خبرتیا

درنو مسلمانانو وروڼو! د تصوف، عرفان او روحانیت مینانو ته زیری ورکول کیږي چې د تصوف د نقشبندیې، معصوميې مبارکې طریقې د ستر لارښود او د کابل د قلعه جواد د حضراتو حضرت نورالمشائخ او ضیاء المشائخ (رحمهما الله تعالی) سجاده نشین حضرت محمد امین جان اغا مجددي مبارک او ورسره د کورنۍ نور معزز اعضاء د را روانې شنبې- هفتې- په ورځ چې د ۲۰۱۸م کال د اګست ۴ تاریخ کیږي د کوټې ښار ته په څو ورځني سفر تشریف راوړي. او دلته به لومړی د حضرت ضیاء المشائخ یوازیني حیات او وروستني خلیفه صاحب حضرت استاذ المشائخ جناب خلیفه صاحب عبدالحکیم مشهور په بشیر خیلفه صاحب عیادت کوي او د یکشنبې په ورځ – د اګست په ۵تاریخ – به د حضرت شیخ المشائخ جناب حضر خلیفه عنایت الله صاحب مشهور په کسټم خلیفه صاحب په مدرسه کې د تصوف په یوه اصلاحي او روحاني ستره اجتماع کې ګډون هم کوي.
له ټولو مسلمانانو خصوصاً د علماء کرامو، مخلصینو، خلیفه صاحبانو او د حضراتو او روحانیت له مینانو څخه په درنښت هیله کېږي چې د حضرت امین جان اغا صاحب د هرکلي او ښه راغلاست له کاروان سره مله شي.
وخت او ځای: د ماسپښین دوه بجې او څلویښت دقیقې ( 02:40pm) د کویټي ښار هوایي میدان – ایرپورټ- ته ځان او ملګرو سره راسئ.

تبصرې (5)

  • د تصوف د نقشبندیې، معصوميې مبارکې طریقې د ستر لارښود او د کابل د قلعه جواد د حضراتو حضرت نورالمشائخ او ضیاء المشائخ (رحمهما الله تعالی) سجاده نشین حضرت محمد امین جان اغا مجددي مبارک

    دا پورته نوم دی او که د لیلی مجنون قصه؟
    ګرانه په لنډه طریقه ولیکه چې محمد امین جان اغا کوټې ته راغلی دی او په یوه اصلاحي جلسه کې به اشتراک وکړي او محترمو مینوالو ته خبر ور کول کیږي چې که غواړی په دغه جلسه کې اشتراک وکړي نو را تللای شي.

    افسوس افسوس
    نبی علیه السلام ته فقط محمد صلی الله علیه وسلم استفاده کیږي چې تر ټولو معزز کس دی.
    صحابه کرامو ورته دومره زیات نومونه نه دي استفاده کړي او داسې یو څوک چې عملا د کفارو تر اشغال ساحی لاندې په امن او امنیت سره ژوند کوي او تاسو ورته دومره القاب ضمیمه کوی لکه نبي علیه السلام چې هم د دوی له طرفه پیغمبر شوی وي.

    فرجعو الی انفسهم فقالو انکم انتم الظلمون
    د دې په اوریدلو سره هغوی د خپل وجدان لوري ته راوګرځیدل او (په خپلو زړونو کښې یې) وویل په رښتیا چې تاسې په خپله ظالمان یاست.

  • صدیق صاحب مننه او ستاسی د تبصری په تایید او تعقیب لیکم چه:
    دا سمه ده چه د حضرت محمد ص حیات کی به لکه دوی چه ورته صحابه صفه وایی کومی ډلی په نبوی مسحد کی ډیر عبادت او ذکر کولو او هغه ډلی ته به د صفی یا تصوف کوم نوم یاد شوی له هغه نوم څخه یهودانو او د اسلام نورو دشمنانو د اهل تشیع ، قادیانیانو ، بریالویانو ، بهایانو او داسی نورو په شان د اسلام پله لیار جوړولو هڅه کړی او د صوفیت په نوم یی دغه فتنه رامنځته کړی او دغی ته یواځنی اسلام وایی د ژوند ټول کارونه پریږده هو او هو کوه، ګډا کوه او د پیریانو لاسونه او پښی مچی کوه او سجدی ورته کوه او بیا په دوی کی یی د رقابت اچولو دپاره بیلی بیلی لیاری جوړی کړی .
    زه وایم چه د [ وعتصمو بحیل الله جمیعا و لا تفرقو ...] ایت قرانی څه معنی لری فرمایی چه د الله ج په رسۍ یعنی یواځی په اسلام منګولی ولګوی یا چنګ ووهی او ټول تفرقی مه کوی ، حتی دغه احزاب اسلامی جه جوړ شوی هم ددی ایت په تقابل کی قرار لری که دا ایت نه تعمیلوی کبیره ګناه او که یی نه منی کفر دی . مګر هغه څوک چه د دی احزابو او دی فرقو په راست او راز کی قرار لری د یهودو او اسلام دشمنانو معاش خواره دی، یو شمیر ساده مسلمانان په تبلیغاتو او بل شمیر په ډالرو تمویلوی او د مسلمانانو د ویشلو د پاره یی کاروی لکه عیسویت او یهودیت کی چه ویشل شوی مسلمانان هم ویشی دا که تر کفر زیات نه وی کم هم نه دی دوی منافقین دی او منافقین شعوری سزا تر کفارو هم زیاته ده ( منافقین په شکته کنده د دوزخ کی وی ) مننه

  • د نورو خوشَیو د ټولېدو ستړیا مو لږ ده چه دا انګریزی خوشائي مو هم د غاړی شوه؟

  • ياره دا الحاج استا‌‌ذ بيانزی صاحب څومره لوی استاذ او عالم ده. د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مبارک نامه سره يې څنګه د ”خير الکلام ما قل ودل “ سره سم ص ليکلی ده؟
    دا اسلامي عالمان څله وايي چي د هغه د سپېڅلي نامه سره اوږد صلی الله علیه وسلم وليکل سي؟! او وايي چي د هغه د مبارک نامه سره بشپړ صلی الله عليه وسلم ليکل د الله د امر پلي کول بلل کيږي ؟! او يوازي (ص) يا (صلعم) ليکل ښه نه دي، ځکه په دې کي د الله د دې امر سره مخالفت دی چي فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (56)) [الأحزاب:56].
    ژباړه: الله پر (خپل) نبي( محمد صلی الله عليه وسلم) باندي درود لېږي او ملايکي يې دعاوي ورته کوي، ای هغو کسانو چي ايمان مو راوړی دی تاسي هم پر هغه باندي درود او لکه څنګه چي ښايي سلام (سلامتيا) وواياست.
    او د ”اصحاب الصفة“ يا ”اهل الصفة“ نوم يې وګورئ چي څنګه ښه او سم ښوولی دی او د هغو سره يې د څلورو مشهورو طريقو د پيروانو او اصلي او رښتينو صوفيه وو کرامو تړاو څنګه ښه تشريح کړی دی او په اوس مهال کي يې د ځينو نقلي، درباري او سياسي او د کوڅې او بازار د درواغجنو په اصطلاح اهل طريقتو په اړه څنګه ښه معلومات ورکړي دي؟! نام خدا پر ګوتو او قلم دې برکتونه سي؟!

  • نالوستی وروره! زه په نیونو نه خوابدی کیږم ، زه که په شاګردانو کی وشمیرل شم هم ویاړم خو جاهل هم نه یم چه د چا په سالمو نیوکو خوابدی شم که څوک نیوکه ولری او هغه نیوکه یی سمه او په ځای وی زه یی ستاینه او مننه کوم د الله ج د نوم سره د ( ج ) لیکل جواز لری د پیغمبر د نوم سره ولی جواز نه لری؟ که تاسی علمی او سمه څیړنه کړی وی سمه ده له دی وروسته به پوره نوم لیکو زه ستاسی خبره نه ردوم له دی وروسته به پوره لیکو .
    دا چه په نوره تبصره نیوکه نه لری او لا د اصحاب صفه نوم مو ستایلی مننه کوم.