د ملي امنیت پخواني رییس اسدالله خالد د یو سیاسي حرکت اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): نن په پلازمېنه کابل کې د ملي امنیت پخواني رییس اسدالله خالد په مشرۍ د یوه نوي سیاسي جریان اعلان شو.

دغه سیاسي حرکت چې د پرانیستې په مراسمو کې يې څو تنو قومي مخورو او مدني فعالانو هم ګډون کړی و، د امید سبا په نوم ونومول شو او په اوس وخت کې يې پر اړتیا خبرې وشوې.

اسدالله خالد غونډې ته په خبرو کې وویل حالات بحراني دي او ښکاري چې وضعیت د حکومت له کنټروله وتلی او په کابو کولو کې يې پاتې ښکاري.

هغه د ټاکنو اړوند هم وویل چې باید شفافي ترسره شي، خو تر څنګ يې د حکمتیار په تایید وویل چې د ټاکنو لپاره په هغه اندازه نوم لیکنه نه ده شوې، لکه د ټاکنو کمیسیون چې يې اعلان کوي.

د ټاکنو کمیسیون پرون په وروستیو معلوماتو کې د نوم لیکوونکو شمېر تر نهو میلیونو هم ډېر یاد کړ، خو اسدالله خالد وویل دی د حکمتیار په ویل شوې شمېر هم لا شک لري او انګېري چې د نوم لیکنې کره شمېره تر دوه میلیونه هم کمه ده.

۴۸کلن اسدالله خالد چې د غزني په ناوه ولسوالۍ کې زېږېدلی، حکومت په امنیتي برخه کې هم ناکام وباله او روانه وضعه يې اندېښمنوونکې وبلله.

اسدالله خالد وروسته له هغه له سیاسي حالاتو ظاهراً ګوښې ته شو، چې په ۲۰۱۲م کال يې په یوه سرتېري برید کې مرګوني ټپونه وخوړل او د بدن مهم غړی يې له لاسه ورکړ.

اسدالله خالد د ګارډين په هغه راپور کې چې د بشري حقونو د نړیوال کمیسیون په حواله يې په ۱۳۹۳ل کال خپور کړ، د بشري حقونو د سرغړوونکو د لیست سر کې یاد شوی و.

ګارډين ليکلي و: ۲۰۰۷ ز کال کې د کاناډا حکومت په خپل پټ راپور کې ويلي و، چې اسدالله خالد هېڅکله د دې اهل نه دی، چې د ملي امنيت يا بلې ادارې مشري وکړي؛ ځکه چې خالد په ګڼو بشري جرمونو اخته دی او ډېر په فساد ککړ، بد اخلاقه او وحشي انسان دی.

اسدالله خالد له ټپي کېدو وروسته امریکا ته د درملنې لپاره یووړل شو، چې هلته يې ځینو مهمو امریکايي چارواکو په روغتون کې پوښتنه وکړه، خو ګارډين د امریکايي چارواکو دا کار ناسم ګام وباله.

ورځپاڼې ولیکل، د امريکا د وخت ولسمشر بارک اوباما او پخوانی دفاع وزير ليون پينيټا امريکا کې د اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلل.

د ورځپاڼې په باور امريکايي چارواکو په دې کار [ناروغ پوښتنې سره] د اسدالله خالد پر ضد د بشري جرمونو هغه تاريخي ليست له پامه غورځولی و، چې د ده پر ضد د جنسي ځورونو، شکنجو، اداري فساد، شخصي بنديخانو او ګڼو نورو جرمونو په اړه ان د امریکا خپلو ډیپلوماتانو بشري حقونو ته څرګنده کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د