fbpx

کابل: سروبي کې د دفاع وزارت چورلکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ب): د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت اړوند چورلکه غورځېدلې ده.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش که څه هم دعوه کوي چې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو مني چې له عملې نه يې ځينې ټپیان شوي دي.

طالبانو د دې چورلکې د غورځولو په تړاو څه نه دي ويلي، خو محمد رادمنش د هغوی له څرګندونو پرته وايي، دی دا نه مني چې چورلکه دې د طالبانو په ډزو غورځول شوې وې.

هغه وویل چورلکې تېره شپه د تخنیکي ستونزو له بېړنۍ ناسته وکړه، خو له عملې نه يې یو شمېر ټپیان شوي دي.

له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د چورلکې د غورځېدلو ساحې ته يې نور عسکر لېږلي دي.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

سروبی د پلازمېنې یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې طالبان پکې په ازاد زړه نظامي عملیات ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د