fbpx

ناټو وايي شمال کې يې د داعش له منځه وړل زړه ته نه لوېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): په شمالي ولایت جوزجان کې د طالب ځواکونو او داعش جګړه مارو تر منځ نږدې یوه میاشتنۍ جګړه کې داعش ډلګۍ خونړۍ ماتې وخوړه او ګڼ کسان يې طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورغلل.

په دې جګړه کې د طالبانو له لوري محاصره داعش جنګیالي په چورلکو کې له ساحې وویستل شول، چې دولت يې دوی ته د تسلیمۍ اعلان وکړ.

د طالبانو له دعوې سره جوخت حکومت هم اعلان وکړ، چې په شمال کې د داعش جرړې له بېخه وختې، خو ناټو وايي د دوی زړه ته نه لوېږي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر نوم لاندې پر جګړې بوختې ناټو ویلي، په شمال کې د داعش د ختمېدو اعلان ته لا وخت شته، په وینا يې اوس وختي ده چې داسې وویل شي.

تېره ورځ حتی محمد رادمنش هم وویل چې دوی ته شاوخوا ۲۵۰ داعش جګړه ماران وروسته له هغه تسلیم شوي چې د طالبانو پر وړاندې يې د مقاومت روحیه وبایلله.

طالبانو حکومت ملامت کړی چې داعش يې یو ځل بیا د دوی له ګوزاره وساته او د جګړې له منځه يې داعش جنګیالي په چورلکو کې پورته کړل.

حکومت دا نه مني چې دوی داعشي جنګیالي ژغورلي خو د جوزجان د ولایتي شورا غړې مېرمن حلیمه وايي دوی دا تاییدوي چې داعشیان د جګړې له ډګره په چورلکو کې ایستل شوي، خو په وینا يې «ناپېژاندې» چورلکې وې.

پر دې سربېره په جوزجان کې د داعش ډلې مرستیال مفتي نعمت الله نیویارک ټایمز ته منلې، چې حکومت ورسره د شپې په نهه بجې د چورلکو د ورتګ ژمنه کړې وه، خو ډېره يې ناوخته کړه.

ګڼو سیاسیونو او د ملي شورا غړو پرلپسې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د داعش په نوم وسله وال د افغانستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو استخباراتي لوبه ده، چې زور يې یوازې افغان ولس زغمي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

داخو واضح ده ناتو ځکه داخبره نه مني چې اتمري داعشیان ناتو بیرته فعاله وي او له دمې وروسته به بیا فعالیت شروع کړي تر څو چې هغوی هلته خپل حضورته د امریکې په مشري دوام ورکړي !!