fbpx

روزګان: پر امنیتي پوستو د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): روزګان کې چارواکي وايي د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې او پراخې سیمې يې تر واک لاندې شوې دي.

شمشاد د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې طالبان د مرکز اړوند په پای ناوه، سرخوم او یک لینګه سیمه کې توانېدلي چې واک ټينګ کړي او د امنیتي پوستو تر منځ ساحو ته ننوځي.

د سرچینې په وینا په سیمو کې پاتې امنیتي پوستې د دوی تر محاصرې لاندې دي او د مرکز او دهراود لاره بشپړ تړل شوې ده.

طالبانو هم په سیمه کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې یادې سیمې يې تر واک لاندې شوې او درې پوستې يې محاصره کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې درې تنه عسکر يې ژوندي ګوتو ته ورغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د