افغانستان

کابل کې درې تنه بهرنیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي مسؤلین وايي د موسهي ولسوالۍ مربوطاتو کې درې تنه بهرنیان وژل شوي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي دغه کسان نن سهار مهال د نهمې حوزې له شاوخوا تښتول شوي و، چې اوس يې مړي وموندل شول.

هغه وايي د بهرنیانو د هویت او دندې په اړه تر اوسه څه نه شي ویلی.

ځينو سرچینو دغه درې تنه د هندوستان، مالیزیا او مقدونیې اړوند یاد کړي دي، خو د دندو په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

ویل کېږي دغه کسان نړیوال هوايي ډګر ته په لاره و، چې ژوندي وتښتول شول.

د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې څو ورځې وړاندې محمد اشرف غني د کابل امنیتي مسؤلینو د امنیت پر ټينګښت ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x