fbpx

هر وخت د ستومانتیا احساس کوئ؟ لاملونه یې څه دي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې کسان بې له کوم کار او بوختیا ستړیا یا ستومانتیا محسوسوي، چې په اصل کې د ناروغۍ او یا په بدن کې د ځینې موادو کمېدلو نښه وي.

هغه لاملونه چې د بېځایه ستومانتیا لامل کیږي، پنځه یې په لاندې ډول دي:

بشپړ خوب نه کول

بشپړ خوب نه کول د ستړیا تر ټولو ستر لامل دی، خو ددې لپاره دا اړین نه دي چې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړل شي، بلکې اړینه داده چې د شپې لخوا ارامه او ژور خوب وشي، که خوب مو ارام او ژور نه وي ۱۰-۱۲ ساعته خوب هم ګټه نه کوي، ددې لپاره د خوب ارامګاه او ماحول مناسب جوړ کړئ، که داسې مو ونکړل نو د ورځې په اوږدو کې به د مرۍ/غاړې، ملا درد او ستومانتیا احساس کوئ.

مناسب خواړه نه خوړل

بدن تندرست او چست ساتلو لپاره د غوره خواړو اړتیا وي، غوره خواړه هغه دي چې د بدن هر ډوله اړتیا او انرژي پوره کولی شي، جنک فوډ، ګازي څښاک، له اندازې زیاته خوږه خوړل ستاسې د بدن هر اړخیزه انرژي نشي پوره کولای، بلکې پرځای یې ستومانتیا محسوسیږي. د بدن انرژي پوره کولو لپاره تازه میوه، سبزي او پروټین لرونکي خواړه خوړل اړین دي.

ذهني ستړیا/خپګان

ذهني ستړیا هم د بدن ستومانتیا ستر لامل ګڼل کیږي، ځکه چې ذهني ستړیا مو د بې خوبۍ او نارامۍ ستونزو سره مخ کوي، چې له کبله مو خوب هم نه پوره کیږي، او په پایله کې بدن د ستومانتیا ښکار شي.

زړه ناروغي

هر وخت د ستومانتیا احساس کول د زړه ناروغۍ نښه هم کیدلای شي، د زړه ناروغ په ورځني کارونو کې لکه پایو کې ختل، زیات مزل کول او یا په سخت کار کولو سره ډیر ژر ستړی کیږي، په داسې وخت کې زړه ته د زیاتې وینې رسېدلو اړتیا وي او زړه له پېله په کار بوخت وي چې په پایله کې انسان د ستومانتیا احساس کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د