د نوي ډيلي پر هوايي ډګر پاکستانی سندرغاړی ونيول شو

د پاکستان یو مشهور سندرغاړی راحت فتح علي خان د نوي ډيلي پر هوايي ډګر له ١٢٤٠٠٠ امریکايي ډالرو سره نیول شوی، چې ویل کېږي په ناقانونه توګه یې لېږدول .

چارواکي وايي، سندرغاړی له نوي ډيلي څخه د تېرې یکشنبې پر ورځ د دبۍ پر لور روان و، چې ماسپښين پر هوايي ډګر تر درول کېدو وروسته ونیول شو .

٣٧ کلن فتح علي خان چې د بالیووډ لپاره یې ګڼې سندرې ویلې دي، له کراچۍ نوي ډيلي ته تللی و .
نوموړی د پاکستان د مشهور سندرغاړي استاد نصرت فتح علي خان خورېی دی .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک د تېرې یکشنبې په نوي ډيلي کې د پاکستان پر عالي کمېشنرۍ غږ کړی، چې د ښاغلي خان د نیولو په اړه پلټنه وکړي .
د “پرېس ټرست اف انډیا” خبري اژنس د هند د کورنیو توکو د مرکزي ماليې مشر س. دت مجمدار ویلي “البته قانوني مراحل به وخت نیسي، “.

ښاغلی فتح علی خان وروسته تر دوو ورځو بند اوس بیرته خوشي شوی دی، مګر د هیواد څخه د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې، او پاسپورټ یې تر اوسه د پولیسو په ولکه کې دی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.